Tuesday, July 14, 2015

د سان جوزې پوهنتون رييس د اشرف غني د سلاکار په توګه ګومارل کېږي - rohi.af

په امريکا کې دسان جوزې پوهنتون رئيس محمد قيومي دپوهنتون شورا ته په يوه مکتوب کې خبر ورکړی، چې راتلونکې مياشت خپله دنده پرېږدي او په افغانستان کې دزېربنا او ټکنالوژۍ په برخه کې دولسمشر دمشر سلاکار په توګه دنده پيلوي. ۶۲ کلن محمد قيومي چې دبرېښنا انجينري او دمحاسبې مديريت يې لوستي دي، له ۲۰۱۱ کال راهيسې دسان جوزې ددولتي پوهنتون رئيس دی او تردې وړاندې پنځه کال دکاليفورنيا ددولتي پوهنتون دختيزې څانګې رئيس و.

نوموړی په کابل کې لوی شوی، بيا يې دبيروت په امریکايي پوهنتون کې ورپسې دامریکې دکينکيناټي پوهنتون کې زده کړې. نوموړی همدارنګه له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې دماليې په وزارت کې داشرف غني سلاکار و. قيومي لومړی افغان امريکايي دی، چې ديوه مهم پوهنتون رياست ته رسېږي. دقيومي پر ځای به په مؤقت ډول دپوهنتون لپاره يو رئيس وټاکل شي. ديادونې وړ ده چې سان جوزې پوهنتون ۳۰ زره زده کوونکي لري.  - Read More

د سان جوزې پوهنتون رييس د اشرف غني د سلاکار په توګه ګومارل کېږي 

0 Comments:

Post a Comment

<< Home