Thursday, July 30, 2015

قاسم باز - محمدموسی شفيق څرنګه او دچا په سپارښتنه دشھيد سردار محمدداوودخان د جمھوريت په دوره کښی دنظارت څخه خلاص شو؟

پلار می راته وویل چی دا لومړی ځل و چی زما او د داوودخان پرمنځ کی داسی موضوع پیدا شوی وه ، پلار می وویل چی  وروسته د ګیلو او ګذارو نه محمد داودخان ماته وویل چی ځه ورشه ستا دوست می د نظارت د بند نه خلاص کړی منتظر تا ته وم چی ته یی کور ته ورسوی.

پلار می وویل چی ما ورته وویل کوم دوست می یادوی؟ . هغه ( محمد داوودخان) راته وویل چی محمد موسی شفیق یادوم. پلار می زیاته کړه چی داوودخان ماته وویل چی ما هدایت ورکړی کوم دولتی موتر درسره واخله هغه ( محمد موسی شفیق) خپل کور ته چی په قرغه کی دی ورسوه. پلار می وویل چی د ډیری خوشحالی څخه په جامو کی نه ځا ی کیږدم کله چی د داوودخان د کوره را ووتم بیرون صاحب جان د ګارد معاون ولاړ و، هغه ته می وویل چی موتر لری هغه راته وویل چی بلی ما ورته وویل چی راځه یو مهم کار لرم ته راسره اوسه ، دواړه په موتر کی کښیناستو صدارت هاغه ماڼی ته لاړو کوم کی چی محمد موسی شفیق د نظارت لاندی وه،  پلار می وایی چی تر دی ځایه صاحب جان  د جمهوری ګارد معاون لا په جریان پوه نه وه ، کله چی مونږ هلته ، کوم ځای کی چی محمد موسی شفیق تر نظارت لاندی ورسیدو ما ( صاحب جان) ته  وویل چی ته دلته اوسه زه محمد موسی شفیق ته د داوود خان پیغام رساوم. پلار می زیاته کړه زه یواځی ورننوتم ، کله چی د محمد موسی شفیق سترګی پر ما ولږیدلی له ځایه را پورته شو مونږ دواړو روغبړ سره  وکړو  ما ښاغلی محمد موسی شفیق ته وویل چی د خبرو وخت نشته کالی دی را واخله تاسی د دولت د ریس او صدراعظم محمد داوودخان  په امر د بند یا نظارت نه خلاص شوی یاست ، ما ته شخصآ محمد داودخان امر وکړو چی تاسی خپل کور قرغی ته ورسوم،  او زه هم په دی خاطر په تا پسی راغلی یم ،  پلار می زیاته کړه چی په ریښتیا د محمد موسی شفیق په شونډ کی تبسم د لری و بریښیده ، د صدارت څخه راووتو. 

زه او محمد موسی شفیق د موتر په شا ( عقبی ) سیت کی کښیناستو صاحب جان د جمهوری ګارد معاون او دریور مخکښی ناست وه خو کله چی موتر د صدارت  د څلور لاری (چاراهی) ته ورسید ما دریور ته وویل چی ښی لاس ته تاو شه، دریور هم موتر راتاو کی پدی وخت کی ما محمد موسی شفیق ته وویل مخکښی له دی چی تا  د قرغی کور ته ورسوم لازمه بولم  تا  د یوه نژدی او مهربان دوست کور ته بوځم ، فاصله دومره زیاته نه وه شفیق را ته وویل ، چی پوښتنه کولای شم کوم دوست کره، پدی وخت کی موتر د پیر سیداحمد ګیلانی کورته ورسید ما بیا دریور ته ور غږ کړو، بچیه چپ لاسته په دی کوڅه کی داخل شه  موتر هم داخل شو کله چی موسی شفیق د پیر کوڅه و لیده ډیر خوشحاله شو. موتر مو د پیر سید احمد ګیلانی دکور په انګړ کی و دراوه ، کله چی د ګیلانی نوکرانو مونږ و لیدو په منډو شول او ګیلانی ته یی خبر ور کړه چی خانصاحب د محمد موسی شفیق سره یوځای راغلل ، پیر ګیلانی هم په ډیر بیړه د کور عمومی دروازی ته ځان راورساوه  روغبړ مو سره وکړو، ما پیر ګیلانی ته وویل مخکښی له دی چی ما دی ( موسی شفیق) قرغی ته رسولی وای لازمه می وباله چی اول یی تاسو کور ته راولم ځکه چی تاسی  دده په خلاص کیدو کی زیاته کوشش او علاقه درلوده ، پلار می وویل چی د یوه مختصر چای  خوړو وروسته می محمد موسی شفیق د داوودخان د امر په اساس قرغی دده کورته ورساوه ، د خدای پامانی پر موقع (وخت) محمد موسی شفیق را ته وویل چی خانصاحب ما د خپل قدرت پر وخت کی تا سره هیڅ نه دی کړی خو که ورځ یی راغله زه به د ستا دا احسان ادا کړم . خدای پامانی مو سره وکړه ، ما (بازمحمدخان) دده د رسولو اطمنان د تلیفون له لاری د خپل ځوی  عبدالمجید باز په لاس داودخان ته ورساوه .

 محمد موسی شفیق  وروسته د خوشی کیدو د هر اختر د مبارکی لپاره به د محمد داوودخان کور ته راتلو.

ما د خپل ورور له خولی څو ځلی د ۱۳۵۶ کال په اخیرو کی واوریده ،  ځنی پنجشنبی ورځی چی  داودخان په خپل کور کی وی او دفتر ته نه ځی، داوودخان د خپل کور فامیلی موتر په محمد موسی شفیق پسی لیږی، هغه ( موسی شفیق) او داودخان سره غرمه تیره وی دواړه دوه پر دوه سره ناست وی.د افغانستان او جهان په وضعه سره خبری کوی.د ۱۳۵۶ کال اخیری شپی ورځی وی چی ورور می د پلار نه و غوښتل که ته جمهور ریس ته ووایی چی زه خپل تحصیلات تکمیل کړم او خپله ارکان حربی واخلم زما په غوض زما بل ورور چی عبدالولی نومیږی او د بالاحصار په غنډ کی د کوماندو او پراشتو صاحب منصب دی زما په عوض د ځان سره ونیسی ، پلار می دا موضوع د داوودخان سره شریکه( یاده )کړی وه هغه ورته په ځواب کی ویلی و چی دا کار به در ته و کړم هغه به امریکا ته د نظامی اتیشی په صفت در ته ولیږم چی هم تحصل وکړی او هم کار، او دا بل ځوی به دی د ځان سره ونیسم. خو لږ صبر راته وکړه په اتم ۸ د جوزا یو رسمی سفر واشنګتن امریکا ته لرم کله چی د هغی سفر نه بیرته راغلم زه هم ستړی شوی یم.

 د کار بوج ( اندازه) را باندی زیاته ده کابینه تبدیل کوم یو نفر چی اقلا نیم کار زما د اوږو څخه هم کم کړی (نوی) راولم، زه ددی کابینی سره ډیر په تنګ شوی یم، نو کله چی می پلار دا خبری ورور عبدالمجید باز ته کړی،  ورور می پلارته وویل چی پلاره،  دا شخص چی هغه ( محمد داوودخان) تاسی ته وویل دا نوی شخص محمد موسی شفیق دی بل څوک نه دی. -  Read More at  محمدموسی شفيق څرنګه او دچا په سپارښتنه 

(قاسم باز -  د سترګو لیدلی یاداښتونه (دریمه برخه-ختم
د سترګو لیدلی یاداښتونه (دوهم قسمت)  - قاسم باز

0 Comments:

Post a Comment

<< Home