ددولتي ښارګوټو ۹۰ سلنه اپارتمانونه غیرمستحقو کسانو ته ورکړل شوي - روهی ویب
یو شمېر سناتوران وايي دبې وزله دولتي کارکوونکو په نوم جوړ شوي نږدې ټول آپارتمانونه زورواکو او لوړ پوړو دولتي چارواکو ته ورکړل شوې دي. سناتور ګل احمد اعظیمي وايي ددې اپارتمانونو له ډلې ۱۰۰۰ دانې یې یوازې دچارو دادارې کارکوونکو ته ورکړل شوي دي. نوموړی وايي هر وزارت یوازې ۱۵ اپارتمانونه ورکړل شوي، چې له هغې ډلې هم ډېری یې دمستحقو کسانو پر ځای دوزارتونو لوړ پوړو چارواکو ځانونو ته وهلي دي.
سناتور اعظیمي زیاته کړه: «زه یوه ورځ دښار جوړونې چارو وزارت ته ولاړم، هلته ځینو مامورینو راته ویل چې په کابل ښار کې په یوه دولتي پروژه کې هم مستحقو کسانو ته کور نه دی ورکړل شوی.» نوموړی وايي، مخکني حکومت چې ټاکل شوې وه داستوګنې زرګونه آپارتمانونه په امتيازي او قسط وار ډول لږ عاید لرونکو دولتي مامورینو ته ووېشل شي، وزیرانو او وکیلانو ته ورکړل شوي دي. دی وايي چې دیادو اپارتمونو له ډلې شاوخوا ۱۰۰۰ یې دجمهوري رياست دچارو ادارې کارکوونکو ته وېشل شوي دي. هغه همداراز وویل، هر وزارت ته ۱۵- ۱۵ اپارتمانه سهم ورکړل شوی و، چې هغه هم لوړ پوړو حکومتي چارواکو ته ورکړل شوي دي
سناتور اعظمي وايي، دښار جوړونې دهغو شپږ تنو لوړ پوړو رئیسانو په څېر چې درې تنه یې څه موده مخکې ونیول شول او درې نور یې تښتېدلي، سلګونه دولتي چارواکي په دې فساد کې ښکېل دي. هغه دقصبې او خواجه رواش آپارتمانونو ته اشاره وکړه چې په وینا یې ټول غیرمستحقو کسانو ته وېشل شوي دي. ده وویل: «اړتیا وه چې دغه کورونه بې وزله دولتي مامورینو ته ووېشل شي، ځکه چې معاش یې کم دی او دمسکن له ستونزې سره مخ دي. خو په خواشینۍ سره باید ووایم چې دا کورونه ټول شتمنو دولتي چارواکو ته ورکړل شوي دي.»
دمشرانو جرګې دغه غړي همداراز وویل چې دکابل په کارته مامورین سیمه کې پولي تخنیک پوهنتون ته مخامخ جوړ شوي اپارتمانونه ټول وکیلانو، وزیرانو او لوړ پوړو حکومتي چارواکو ته وېشل شوي دي. هغه دغه کار له ملت سره ستره جفا وبلله او له نوي حکومت څخه یې وغوښتل چې دغه قضیه په جدي ډول وڅېړي. دښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري څو اونۍ مخکې دخپل سل ورځني کاري پلان دوړاندې کولو پر مهال مسکن ته نه لاسرسی دافغانانو لویه ستونزه وبلله. هغه ژمنه وکړه چې دکورونو دجوړېدو او دهغو دعادلانه وېش لپاره یې یو شمېر پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي دي او پردې سربېره، له فساد سره دمبارزي په برخه کې جدي عمل کوي. - Read More at ددولتي ښارګوټو
0 Comments:
Post a Comment
<< Home