Wednesday, June 24, 2015

نيکولاس هايسم: افغانستان ته له ګاونډيانو څخه ترهګر راځي - روهی ویب

په افغانستان کې دملګرو ملتو ځانګړي استازي نيکولاس هايسم دملګرو ملتو دامنيت شورا ته وويل، چې دافغانستان وسله وال ځواکونه له سختو ننګونو سره مخ دي. ده وويل چې افغانستان دنړۍ له لسو فقيرو هېوادونو څخه دی چې دهغې ترهګرۍ په لومړۍ کرښه کې پروت دی چې ترهګر يې له ګاونډيو هېوادونو څخه ورځي او په غالب ګومان چې له هغه ځايه به نورو ګاونډيانو ته اوړي.

منيت شورا ته په ملګرو ملتو کې دافغانستان دايمي استازي ظاهر طنين هم وينا وکړه او ويې ويل، چې په افغانستان کې طالبانو او داعش دحکومت پر وړاندې لاسونه سره ورکړي او دځانمرګو بريدونواو ماينونو خښولو تر څنګ هڅه کوي چې يو شمېر ولسوالۍ او ولايتونه ونيسي څو په افغانستان او همداراز منځنۍ او سويلي آسيا کې دپرمختګ او عملياتو لپاره داډو په توګه کار ترې واخلي. دده په وينا داټکلونو له مخې همدا اوس شاوخوا اوه زره بهرني جنګيالي په افغانستان کې په جګړه بوخت دي.

هايسم او طنين دواړو وويل، چې زياتره بهرني جنګيالي په وزيرستان کې دپاکستاني پوځ ترعملياتو وروسته افغانستان ته اوښتي دي. - Read More

نيکولاس هايسم: افغانستان ته له ګاونډيانو څخه ترهګر راځي 

0 Comments:

Post a Comment

<< Home