Saturday, April 18, 2015

په جلال آباد کې چاودنې ۳۳ تنه وژلي او تر ۱۰۰ ډېر نور ژوبل دي

په جلال آباد ښار کې دمخابراتو په چوک کې دکابل بانک مخته په چاودنو کې لږترلږه ۳۳ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ژوبل دي. ګومان کېږي چې دتلفاتو شمېر تردې واوړي ځکه چې د لسګونو ټپیانو حال نازک دی. دننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد وايي، لومړۍ چاودنه، چې ګومان کېږي انتحاري وه، دبانک مخته وشوه. شېرزاد وايي چې پولیسو تراوسه پوري معلومه کړې نه ده چې چاودېدونکي مواد یا بم ځای پر ځای شوی و او که انتحاري ځان الوزولی دی.

دوهمه چاودنه دجلال آباد دیوه زیارت مخته وشوه. طالبان، چې عموماً دا ډول حملې کوي، ویلي چې دوی په دې برید کې لاس نه لري. خو شاهد الله شاهد، چې ځان دداعش ویاند ښيي، رسنیو ته ویلي چې دا برید کړی دی.

چاودنه داسي مهال وشوه چې ملکي مامورین دمعاش داخیستلو لپاره دبانک مخته راټول شوي ول. په ۲۰۱۱ میلادي کال هم دکابل بانک په همدې څانګه دطالبانو په تروریستي برید کې ۴۲ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي ول.  Read More at taand

په جلال اباد کې چاودنې ۳۳ تنه وژلي او تر ۱۰۰ ډېر نور ژوبل دي ...

0 Comments:

Post a Comment

<< Home