Thursday, April 23, 2015

د جلال آباد ښار په شاهي ماڼۍ کې د جمهور رئیس غنی وینا


د جلال آباد ښار په شاهي ماڼۍ کې د جمهور رئیس غنی وینا - More

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د وروستي تروریستي برید د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو او د امنیتي حالت د څېړنې لپاره نن سهار دغه ولایت ته سفر وکړ.

جمهور رئیس غني لومړی په هغه ستره غونډه کې چې د جلال آباد ښار په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ او د جلال آباد ښار د وروستۍ غم لړلې پېښې د شهیدانو کورنیو ته یې د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند او د لوی خدای له دربار څخه یې  شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د سملاسي روغتیا او د شهیدانو پاتې کسانو ته یې د جمیل صبر هیله وکړه.  Read More
جمهور رئیس غني ننګرهار ته سفر وکړ 

جمهور رئیس غني: ولس باید د ملي اجماع او ملي بسیج له لارې د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې ودریږي 
جمهور رئیس غني د سردار محمد داوود خان په روغتون کې د جلال آباد ښار د تروریستي برید د ټپیانو د احوالو پوښتنه وکړه 

0 Comments:

Post a Comment

<< Home