Friday, March 06, 2015

پژواک : بهرنيو چارو وزارت د چارواکو خپلوانو انحصار کړى

کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٣): د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې د بهرنيو چارو وزارت اکثره ډيپلوماټ کارکوونکي د حکومتي چارواکو او د ملي شورا د غړو اولادونه او نږدې کسان دي چې د استخدام له معيارونو پرته په دغه وزارت کې په کار ګومارل شوي دي.
د موندنو له مخې، د اوسنيو او پخوانيو حکومتي چارواکو او د ملي شورا د غړو د اولادونو او خپلوانو ډېره برخه په وزارت کې پر کليدي پستونو تر استخدام وروسته په بېړني ډول په بهر کې د افغانستان سفارتونو ته استول شوي او اکثرو يې سياسي پناه هم اخيستې ده.
دا په داسې حال کې ده چې بهرنيو چارو وزارت کې د دولت د کارکوونکو قانون د ٦٠ مې مادې له مخې، په بهرنيو چارو وزارت کې د استخدام او ګومارنې په برخه کې د ټاکلو معيارونو پر بنسټ د کار غوښتونکى بايد لږ تر لږه ليسانس وي او د حقوقو، سياسي علومو، اقتصاد او تجارت، ژورنالېزم، اداره او مديريت او يا هم نورو تخصصي څانګو ته ترتيب سره ترجيح ورکول کېږي.
لږ تر لږه ٢١ او تر ټولو زيات ٣٥ کاله عمر (٣٥ کلن بايد د ماسټري او دوکتورا د فراغت سند ولري)، د وزارت په تور لېست کې د استخدام د غوښتونکي د نوم نشتوالى، په رسمي او ملي ژبو (پښتو او دري) د خبرو او ليکلو وړتيا، د انګليسي په ټافل ازموينه کې د لږ تر لږه ٤٥٠ نومرو شتون او يا هم لږ تر لږه د انګليسي له ( اى ليټس) سره موازي نومرې او يا د ورته انګليسي ازموينې تېرول په بهرنيو چارو وزارت کې د کارکوونکو د ګومارنې نور معيارونه دي.
د کمپيوټر او نورو نوو ټکنالوژيکو وسايلو په کارونه کې د کافي مهارت شتون، په اخلاقي فساد او نشه يي او نورو توکو د روږدېدنې نشتوالى، په برياليتوب سره وزارت ته د راتلو د کانکور تېرول او په وزارت کې د استخدام نور پړاوونه د وزارت له ټاکلو معيارونو څخه دي.
د دې مادې له مخې، د مسلکي ډيپلوماټ په توګه د استخدام غوښتونکى بايد له لاندې پړاوونو څخه تر بريالي تېرېدو وروسته د بهرنيو چارو کادر ته شامل شي.
دغه پړاوونه د کانکور له ليکنۍ ازموينې، مرکې، امنيتي تصديق، د کار د عملي دورې بشپړاوي او د بهرنيو چارو وزارت انسټيټيوټ له فراغت څخه عبارت دي.
خو د حامد کرزي د حکومت د تېرې ١٣ کلنې دورې په اوږدو کې د هغه د تره په ګډون، د ده د دوو مرستيالانو زامن، د حکومتي چارواکو او ملي شورا د غړو ګڼ شمېر زامن او خپلوان د وړتيا له اصل پرته د قومي، سمتي او نورو شخصي سليقو لکه له لوړ پوړو حکومتي چارواکو، د ملي شورا له غړو او جهادي شخصيتونو سره د پېژندګلوۍ له مخې د بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکو په توګه له ازادې سيالۍ او د استخدام د معيارونو له په پام کې نيولو پرته ګومارل شوي دي.
د ولسمشر د پخواني لومړي مرستيال مارشال محمد سيم فهيم مشر زوى اديب فهيم په ٢٠١١ زېږديز کال کې د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي چارو رياست د مرستيال په توګه وټاکل شو او د ٢٠١٣ کال په لومړيو کې د بهرنيو چارو وزارت د دويم سياسي رياست د رييس په توګه مقرر شو.
د بهرنيو چارو وزارت دويم سياسي رياست له هغو با ارزښته رياستونو دى چې له خپلې حوزې سره اړوندو کابل مېشتو رياستونو سره اړيکه ټينګوي او په منځنۍ اسيا او افريقايي هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو فعاليتونه رهبري کوي. اديب فهيم د خپل پلار له مړينې وروسته په ٢٠١٤ زېږديز کال کې په بهرنيو چارو وزارت کې له خپلې څوکۍ استعفا وکړه.
خو د ولسمشر د پخواني دويم مرستيال کريم خليل مشر زوى تقي خليلي د چارواکو په زامنو کې هغه تن دى چې له تېرو ١٣ کلونو راهيسې يې په بهرنيو چارو وزارت کې د ډيپلوماټ په توګه کار کوي.
نوموړي د دغه وزارت په بېلابېلو برخو کې کار کړى چې له دې ډلې يې په امريکا کې د افغانستان د سفارت د لومړي مرستيالۍ او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازي د مرستيال دندې يادولى شو.
نوموړى د نوي حکومت له راتګ سره سم پرته له دې چې په سفارتونو او سياسي نماينده ګيو کې د خپلې رسمي دندې له پاى ته رسېدو وروسته درې کاله په بهرنيو چارو وزارت کې کار وکړي، په اذربايجان کې د افغانستان د سفير په توګه ټاکل شوى دى.
ويل کېږي چې تقي خليلي په امريکا کې له شته فرصتونو په ګټې اخيستو د خپلې کورنۍ غړي په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د امکاناتو له لارې کاناډا ته استولي چې د پناه غوښتنليک يې هم د ياد هېواد له خوا منل شوى دى.
باوري سرچينې وايي چې د بهرنيو چارو وزارت اکثره کارکوونکي په ځانګړي ډول ډيپلوماتيک کارکوونکي له دولتي چارواکو سره تړلي کسان دي چې د استخدام له معيارونو او د ازموينې له ورکړې پرته په دغه وزارت کې ګومارل شوي دي.
د ولسي جرګې د پخواني رييس او د ولسمشر د پخواني لومړي مرستيال محمديونس قانوني زوى
د کورنيو چارو د پخواني وزير عمر داوود زي زوى
د ولسي جرګې د غړي داوود کلکاني زامن
د ولسي جرګې د غړې قاضي راحلې لور
د ملي دفاع وزارت د وياند ظاهر عظيمي زوى
د ولسي جرګې د غړې حميدې احمدزۍ ورور
د ولسي جرګې د پخواني غړي سيد حسين انوري زوى
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د پخواني وزير انورالحق احدي ورور
د پوهنې د پخواني وزير فاروق وردک ورور
د افغانستان د عالمانو شورا د رييس قيام الدين کشاف زوى
د بهرنيو چارو وزارت اداري رييس محى الدين صاحب زاده لور او زوى
د ولسي جرګې د غړي محمد عبدُه زوى
د ولسي جرګې د غړي قدرت الله ذکي ورور
د ولسي جرګې د غړې نظيفې ذکي لور
د پخواني جهادي مشر او د ولسي جرګې د پخواني  وکيل عبدرب الرسول سياف ورېرونه
د ولسي جرګې د پخواني غړي نور اکبري لور او زوم
د ولسي جرګې د غړې نيلوفر ابراهيمي مېړه
د ولسي جرګې د غړې فوزيې رووفي خور
د ولسي جرګې د غړې ارين يون ورور
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د پخوانۍ وزيرې امنې افضلي لور
د لوى څارنوال اسحاق الکو زوى
د کندهار ولايت د سرپرست توريالي ويسا دوه لوڼې  
د دغو کسانو تر څنګ، د حکومتي چارواکو او د ملي شورا د غړو يو شمېر زامن او نږدې کسان هم شته چې د وړتيا اصل او د ازادې سيالۍ ازموينې له تېرولو پرته په بهرنيو چارو وزارت کې ګومارل شوي دي.

د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون مشر عبدالقادر ځاځي پژواک ته وويل چې په تېرو ١٣ کلونو کې د افغانستان د بهرنۍ کړنلارې او ډيپلوماسۍ د نا اغېزمنتيا يو لامل د لوړوپوړو دولتي چارواکو زامن، خپلوان او واسطه لرونکي کسان وو چې د غير مسلکي او ډيپلوماتيکو کارکوونکو په توګه يې کار کاوه چې حتى يو شمېر يې له ١٢ ټولګي هم نه دي فارغ شوي.
هغه زياته کړه: ((زموږ د راپورونو له مخې، په دې موده کې غير مسلکي کارکوونکي په بهرنيو چارو وزارت کې ګومارل شوي چې حتى له دې ډلې طبي ډاکټران، انجنيران او مهندسان هم د واسطې او اړيکو له مخې ګومارل شوي، چې له دې ډلې يو شمېر له هېواده بهر د سفير او ډيپلوماټ په توګه هم مقرر شوي دي.
همدارنګه داسې کسان هم شته چې شاوخوا اتيا کاله عمر لري او د ډيپلوماتيک عرف خلاف بيا هم د سفير په توګه دنده اجرا کوي.))

ځاځي زياته کړه چې د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون د دغو کسانو لېست ترتيب کړى او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني ته ويل شوي چې بايد د درېيو مياشتو په اوږدو کې په دغه وزارت کې اړين بدلونونه او اصلاحات رامنځته کړي او که چېرې د بهرنيو چارو وزير دغه کار ونه کړي، د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون به د خپل قانوني صلاحيت له مخې په دې برخه کې په خپله عملي اقدام وکړي. - Read More

0 Comments:

Post a Comment

<< Home