Tuesday, February 24, 2015

زلمی خلیلزاد: افغانستان باید دسولې او جنګ لپاره چمتو وي

په افغانستان کې دامریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي پاکستان تراوسه په ښکاره ډول دافغانستان په تړاوو په خپلې سیاسي تګلارې کې کوم بدلون نه دی راوستی او نه یې هم کوم عملي کام اخیستی دی. په عراق، افغانستان او ملګرو ملتونو کې دامریکا پخواني سفیر ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولې دممکنه خبرو دپېلېدو په تړاوو، له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې وکړي.

په کابل کې دنوي حکومت په راتګ سره، دکابل اسلام آباد ترمنځ راشه درشه تر بل هر وخت زیاته شوې ده ان تردې دمه چې په تېرو شاوخوا دریو میاشتو کې دپاکستان دپوځ لوی درستیز او داستخباراتو مشر یې درې واري کابل ته ولاړل، له ولسمشر غني او نورو لوړو پوړیو چارواکو خبرې وکړي.

ښاغلی خلیلزاد وايي افغان حکومت په افغانستان کې دسولې دراوستلو او له پاکستان سره داړیکو دښه کولو لپاره، په کم وخت کې ډېر عملي ګامونه واخیستل خو، برعکس، پاکستان هېڅ هم نه دي کړي. نوموړي وویل: "افغانستان له هند څخه دوسلو اخیستل ودرول، یو شمېر پوځي محصلین یې دزده کړو لپاره پاکستان ته واستول، یو شمېر هغه کسان یې ونیول او ان پاکستان ته یې وسپارل چې دپاکستان لپاره یې مشکلات جوړول، خو پاکستان تراوسه هېڅ هم نه دي کړي، عملي ګام یې نه دی اخیستی."

ښاغلي خلیلزاد دکابل په اړه داسلام آباد پر سیاسي تګلارې شک وښود او خبرداری یې ورکړ چې فغانستان باید په داسې یو حالت کې دجنګ او سولې لپاره چمتو واوسي "دجنګ فصل هم شروع کیږي، شاید په پاکستان کې ځیني داسې عناصر وي چې دافغان پوځ دامتحانولو لپاره ځينې کارونه وکړي، ځکه چې اوس بهرني ځواکونه نشته او یوازې افغان پوځ دی او باید افغان حکومت ورته اماده واوسي، باید ډېره خوشباوري ونلري او نظامي ستراتیژي هم بدله کړی."

ښاغلي خلیلزاد وویل که رښتیا هم طالبان له افغان حکومت سره خبرې وکړي او نتیجې ته ورسیږي نو دا به دپاکستان په سیاسي تګلاري کې یو ښکاره بدلون وي. ده وویل: "دا به دافغانستان په اړه دپاکستان په سیاست کې یو لوی تغیر وي، پاکستان خپلې ستونزې لري. دچین فشار به هم وي، افغان حکومت ښه کار وکړ چې له چین سره یې په دې اړه بحثونه شروع کړي دي."

زلمی خلیلزاد وايي که طالبان دپاکستان په فشار له افغان حکومت سره خبرو ته کیني، نو په دې مانا چې اسلام آباد اوس هم او پخوا هم دطالبانو ملاتړ او مرسته کاوه او کوي. دښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې دافغانستان دملي یوالي دحکومت اجرايي رئیس عبدالله عبدالله وویل چې له طالبانو سره به دسولې خبرې په راتلوونکو څو ورځو کې پیل شي.   -  Read Mor


میرمن غني: تحصیل کړي ځوانان دې هیواد ته ستانه شي

0 Comments:

Post a Comment

<< Home