کابل هوايي ډګر يوې افغانې کورنۍ ته د دخول اجازه ورنه کړه - روهی ویب
يوه افغانه کورنۍ چې د ناروې حکومت له خوا ډېپورټ ( له خپلې خاورې ايستل) شوې وه، د کابل په هوايي ډګر کې د پوليسو له خوا د دخول اجازه ورنه کړل شوه او بېرته وګرځول شوه.
د هوايي ډګر مسوولين وايي، چې د دغې کورنۍ (يوه مور له دوو ماشومانو سره) روحي او جسمي وضعيت ښه نه و، نو ځکه يې هغوی ستانه کړل. د ناروې د مهاجرينو دفتر هم د خبر پخلی کړی دی.
د ناروې حکومت هغه افغانان چې د پناه دوسيې يې تړل شوې او رد شوې دي، بېرته افغانستان ته لېږي. د افغانستان حکومت څو واره د ناروې له حکومت څخه غوښتنه کړې چې دغه چار ودروي، خو تر اوسه پاملرنه نه ده ورته شوې. Read More
0 Comments:
Post a Comment
<< Home