President Ghani Accepts Diplomatic Credentials of U.S. Ambassador to Afghanistan
د ۱۳۹۳ لمریز کال د مرغومي ۱۶ مه
جمهور رئيس غني په افغانستان کې د امریکا د نوي سفير باور ليک ومانه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور محمد اشرف غني د یو لړ تشریفاتي مراسمو په لړ کې په داسې حال کې چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست عاطف مل هم حضور درلود، د امریکا د نوي سفير ښاغلي پيتر مایکل مک کېنلي باور ليک ومانه.
د باور ليک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شول، د هېواد جمهور رئيس او په افغانستان کې د امریکا نوي سفير د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې خبرې وکړې.
د امریکا نوي سفير ښاغلي مک کېنلي، جمهور رئيس غني ته ډاډ ورکړ چې د خپل ماموریت پرمهال به هڅه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا پراخه شي.
Website: www.president.gov.af
0 Comments:
Post a Comment
<< Home