Wednesday, January 28, 2015

ولسي جرګې دپخواني جمهور رئيس فرمان رد كړ - کلید

ولسي جرګې نن درايو په اکثريت دپخواني جمهور رئيس هغه فرمان رد کړ، چې له مخې يې دجمهوري رياست ددفتر رئيس، دچارو دادارې رئيس، دوزيرانو شورا غړي، لوى څارنوال، دملي امنيت عمومي رئيس، دملي امنيت سلاكار او يو شمېر نورو لپاره ددندې تر پرېښودو وروسته دپنځو کلونو لپاره ځانګړي امتيازات په پام کې نيول شوي دي.

پخواني جمهور رئيس حامد كرزي دواكمنۍ په وروستيو ورځو كې دوزيرانو شورا دارالانشا ته ديوه فرمان په صادرولو سره امر كړى و، ترڅو دحكومت يو شمېر لوړ پوړو چارواكو ته يې دكاري دورې له پايته رسېدو وروسته هم حقوق او امتيازات وركړل شي.

دڅلورو ساتونكو وركول، په دولتي روغتونونو كې دروغتيايي خدمتونو وړاندې كول، ديو عراده زرې موټر وېشل، له سياسي پاسپورټونو داستفادې حق او دلومړي دور حكومت يادو چارواكو ته پنځوس فيصده مياشتنى معاش او ددويم دور چارواكو ته داتيا فيصده مياشتني معاش وركول له هغو امتيازونو څخه دي، چې حامد كرزي يې دواكمنۍ پر مهال درې ماده ييز فرمان صادر كړى و.  Read More

0 Comments:

Post a Comment

<< Home