محور ورځپاڼه: دوزیرانو زده کړو ته په کتو یوازې ۴٪ مسلکي کابینه ګڼلای شو
دسیاسي چارو شنونکی محمد بشیر هاتف هم په ولسي جرګه کې ددواړو نفوذ ته په اشارې تائیدوي چې احتمالاً ولسي جرګه ټولو نوماندو وزیرانو ته د باور رایه ورکړي: (سل په سلو کې شرایط هغسې برابر ندي چې معامله به نه کېږي، خو دپخوا خلاف به په اکثریت ډول ممکن نه وي.) په اعلان شوې کابینې یو انتقاد دادی چې نوماند وزیران هم دخپل مسلک او تخصص په اساس ندي پېژندل شوي، محمود صیقل ډیپلومات دی، خو برېښنا وزارت ته پېژندل شوی، صلاح الدین رباني هېڅ ډیپلوماتیکه سابقه نه لري، خو بهرنیو چارو وزارت ته انتخاب شوی، سید عالمي بلخي دیني زده کړې کړې دي، خو کډوالو چارو وزارت ته معرفي شوی، سردار محمد رحيمي دخصوصي پوهنتون استاد دی سوداګرۍ وزارت ته انتخاب شوی، فیض الله ذکي ترانسپورت وزارت ته انتخاب شوی، پدې برخه کې هېڅ کاري سابقه نه لري، برنا کریمي او سردار محمد اوغلي هم همداسې. فیض الله کاکړ دطب ډاکتر دی، خو دنشه یي توکو پرضد دمبارزې وزارت لپاره انتخاب شوی دی. که دنوماند وزیرانو زده کړو ته په کتو وارزول شي، نو دنوي حکومت کابینه ایله څلور فیصده مسلکي ده.
مسلکي تړاونو ته په ناپامۍ سربېره بله موضوع دکم لوستو او کاملاً شخصي رابطو پر بنیاد دځینو کاندیدانو په هکله دسیاسي متعلقینو ټینګار یې نور هم دحکومت مسلکي ایندې ته زیان اړوي. داجرائیه ریاست له لوري داکثره بې مسلکه او کم لوستو کسانو معرفي کول به دولسمشر غني له لوري دکابینې رهبري کول هم له یو لړ جدي ستونزو سره مخ کړي. دولسي جرګې پخوانی غړی ببرک شینواری تائیدوي چې اکثریت نوماندان بې مسلکه او کم لوستي دي: (ولس دومره تنګ شوی چې له روان حالته د وتو لپاره به له ولسي جرګې دهمدغه بې مسلکه کابینې دتائیدولو غوښتنه هم وکړي. په بعدي اقدام کې دې هر څومره زر چې کېږي مسلکي او متخصص والیان او ولسوالان وټاکل شي چې په لرو پرتو سیمو دغه بېغورۍ حکومتدارۍ ته جدي تاوان اړولی دی.) More at یوازې ۴٪ مسلکي کابینه
0 Comments:
Post a Comment
<< Home