نړیوالو متحدانو له افغانستان سره دمرستو او ملاتړ ژمنې وکړې
دامریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا او نورو هیوادونو د پنجشنبې په ورځ دافغانستان په اړه دلندن په کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې څخه دملاتړ ددوام په اړه دکابل دغوښتنې په ځواب کې ژمنه وکړه چې دافغانستان نوی حکومت به په میدان پرېنږدي. دلندن په کنفرانس کې دافغانستان دولسمشر اشرف غني او دبریتانیا دصدراعظم ډیوید کامرون په کوربه توب او مشرۍ دڅه باندې ۶۰ هیوادونو استازو په ګډون جوړ شو.
شرف غني دسپټمبر په میاشت کې ولسمشر اعلان شو او دافغانستان په تاریخ کې یې دلومړي ځل لپاره په سوله ییز ډول واک ترلاسه کړ خو لا یې هم کابینه نه ده اعلان کړې. ده نن دلندن په کنفرانس کې وویل:«تاریخ به بیا تکرار نه شي. موږ پر ماضي مسلط شوي یوو. موږ له خپلو ټولو شریکانو او ګاونډیانو غواړو چې زموږ سره ودرېږي، ځکه چې هیڅ هیواد خوندي کلا نه ده.»
دبریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون افغانانو ته ډاډ وکړ:«موږ په ټوله لاره کې له تاسو سره په هر ګام کې یوو.» دپاکستان صدراعظم نوازشریف دلندن کنفرانس ته وویل چې دا غونډه ددوو هیوادونو ترمنځ یوه نوې تاریخي پیلامه وه. نوازشریف همداراز وویل:«پاکستان دافغانستان له خلکو سره کلک پیوستون ساتي.»
دامریکا حکومت په تېرو څلورو کلونو کې له افغانستان سره د ۸ ملیارد ډالرو مرسته کړې ده او ددغه هیواد دبهرنیو چارو وزیر جان کیري دپنج شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې له کانګریسه به وغواړي چې تر ۲۰۱۷ میلادي کال پوري له افغانستان سره فوق العاده مرستې تصویب کړي. ده ونه ویل چې څومره پیسې به له کانګریس څخه دافغانستان لپاره وغواړي.
دمتحدو ایالتونو دباندنیو چارو وزیر وویل:«موږ ژمن یوو، دا یقیني کړو چې افغانستان به بیا هیڅکله دداسي خوندي پناهځای په توګه نه کارول کېږي چې ترهګر ورڅخه نړیواله ټولنه وګواښي.» ښاغلي کیري دخپلو خبرو په دوام کې وویل:«موږ پوهېږو دغه هدف ته درسېدو تر ټولو اغېزمنه لار دا ده چې دافغانستان دملي یووالي او دهغه دامنیت ملاتړ وکړو.» Read More at taand
0 Comments:
Post a Comment
<< Home