Thursday, December 18, 2014

جمهور رئيس غني له امریکايي سناتورانو سره وکتل -- Kabul, Afghanistan


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته له ځينو امریکايي سناتورانو سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د ملي یووالي حکومت د ملاتړ، اقتصادي مسايلو، د افغانستان د خلکو لپاره د امریکا د مرستو، د افغانستان د سولې د بهير، د سیمه ييزو همکاريو، د افغانستان د اوبو د مديریت او د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړيکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

په مقابل کې د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني هم د امریکا د خلکو او د هغه هېواد د حکومت له مرستو او ملاتړ څخه مننه وکړه او ويې ویل: موږ له امریکا سره واقعي همکاريو ته ژمن یو. More

0 Comments:

Post a Comment

<< Home