Thursday, December 11, 2014

سرنوشت: اجرایوي ریاست دزیاتو امتیازاتو په لټه کې دی - بینوا

دچارو ځیني شنونکي وايي چې داجرائیوي ریاست لپاره غټ تشکیل په اداره کې کاري پړسوب او بودجوي کسر رامنځته کوي او په دې برخه کې باید ملي شورا خپل مسوولیت ترسره کړي او له حکومته دې سپیناوی وغواړي. مشرانو جرګې پرون دبودجې پر طرحه بحث درلود چې له مشورتي نظر سره یو ځای ولسي جرګې ته په استولو یې ددې جرګې دیو شمېر غړو تر سختې نیوکې لاندې راغله او د اعتراض په توګه له غونډې ووتل. اعتراض کوونکو ويل چې دبودجې په طرحه کې دولايتونو ترمنځ انډول په پام کې نه دى نيول شوى او يواځې دحکومت داجرائيه رياست لپاره ٧٠٠ نوي کارکوونکي په پام کې نيول شوي چې مناسب نه دي.

سیاسي شنونکي وايي چې داجرائیه ریاست لپاره دومره لوی تشکیل ددې هڅه ده څو دغه پوست دصدراعظمي پر څوکۍ بدل شي. دسیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند سرنوشت ته وویل، داجرائیوي ریاست لپاره دومره لوی تشکیل ددې لپاره هڅې دي چې دغه پوست په صدراتي پوست بدل شي. ځلاند زیاته کړه، دا یوه سیاسي لوبه ده او افغان ملت، سیاسیون او ملي شورا باید دغه ټکي ته پام وکړي چې داجرائیوي ریاست لپاره په یاد شمېر تشکیل ته اړتیا نشته او مخه یې باید ونیسي. نوموړي د دغه کار موخه دبهرنیانو او ځینو حکومتي داخلي کړیو له خوا هغه ناسم پلانونه وبلل چې په پلي کېدو یې غواړي هېواد په یو ډول له مرکزي نظامه بې برخې کړي.

دغه راز سیاسي کارپوه عبدالجبار قهرمان سرنوشت ته وویل چې دبودجې طرحه د اعتراض وړ وه او دولایتونو په اړه په کې انډول په پام کې نه وو نیول شوی. هغه زیاته کړه چې اوس په هېواد کې دوه حکومتونه دي او ددوی ترمنځ سیالي ده، هر یو یې هڅه کوي چې باید ډېر تشکیل ولري او ډېر امتیازات ترلاسه کړي. ولسمشر اشرف غني مخکې له دې چې دولسمشرۍ دټاکنو بشپړې پایلې اعلان شي اجرائيوي پوست رامنځته کړ، چې په لومړيو کې ددغه پوست لپاره احمد ضیا مسعود په پام کې نیول شوی و خو دټاکنو دپایلو پر سر داصلاحاتو او همپالنې له ټیم سره تر ډېرو لانجو او ناندریو وروسته دغه پوست ډاکتر عبدالله ته ورکړل شو.  Read More

0 Comments:

Post a Comment

<< Home