Sunday, December 07, 2014

دبشري حقونو سرغړونکي باید حکومت کی برخه ونه لري

افغانستان دجگړې قربانیانو په لسگونو تنه خپلوانو او دکورنۍ غړو دبشري حقونو داونې په مناسبت په کابل کې لاریون وکړ. و دبشري حقونو څخه دسرغړونو دپای ته رسولو او مجرمینو ته دسزا غوښتنه وکړه. په داسې حال کې چې مظاهره کوونکو دجگړو دقربانیانو انځورونه له ځان سره لیږدول، دافغانستان له حکومت، نړیوالو ځواکونو، طالبان او ټولو هغه ډلو څخه چې پر زورزیاتي لاس پورې کوي غوښتنه وکړه چې تردې ډیر دې نور دافغانانو وینې نه تویوي او دبشري حقونو څخه سرغړونې دی پای ته ورسوي.

په افغانستان کې د دریو لسیزو جگړو په جریان کې په زرگونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او اوس دهغوې کورنۍ د عدالت غوښتونکي دي. مظاهره کوونکودغه شعارونه ورکول: « عدالت غواړو» دډله ایزو قبرونو عاملین باید مجازات شي» او «دځانمرگي بریدونو اصلي پلانونکي باید محاکمه شي.»

دغه مظاهرې دیکشنبې په ورځ په کابل کې په لاره اچول شوې وو. ددغو مظاهرو په لاره اچوونکي وایې چې اوس هم په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندی کیږي، ښځې او ماشومان ددغو جگړو اصلي قربانیان دي. دافغانستان دعدالت غوښتونکو دټولنۍ مشره او ددغو مظاهر په لاره اچونکۍ ویدا احمدي وویل:«اوس هم پر ماشومانو تیرې کیږي، اوس هم پر ښځو تیرې کیږي، اوس هم چور او چپاول جریان لري. دا ځکه ټول هغه کسان چې په جنایتونو کې یې لاس درلود په یو شکل نه یو شکل په دولت کې برخه لري، دوی یا په پارلمان او یا هم په وزارتخانو کې تکیه وهلې ده».  More

0 Comments:

Post a Comment

<< Home