دامریکا ولسمشر او دسنا نوي مشر دهمکارۍ ژمنه وکړه --- دامریکا ولسمشر باراک اوباما او دامریکا په سنا کې داکثریت ګوند مشر میچ مکانل ژمنه وکړه چې دقوانینو دتصویب په برخې کې به دیو بل سره همکاري کوي. خو دواړو دا ومنله چې امکان لري چې په ځینو مسایلو کې موافقې ته سره و نه رسیږي. ولسمشر اوباما دچهارشنبې په ورځ په خبرې کنفرانس کې وویل چې تمه لري دکانګرس سره به دډیرو مسایلو په اړه موافقې ته سره ورسیږي. خو ولسمشر دا ومنله چې ښايي کانګرس به، چې اوس به پکښې جمهوري غوښتونکي په اکثریت کې وي، داسې لایحې تصویب کړي چې دی به یې لاسلیک نه کړي. -- په سنا کې دجمهوري غوښتونکو مشر میچ مکانل هم وویل کیدای شي ولسمشر دجمهوري غوښتونکو لخوا ځینې تصویب شوې لایحې ویټو کړي. دسنا په مجلس کې داکثریت ګوند نوی مشر میچ مکانل وویل چې دولسمشر اوباما سره به دمهمو قانوني لایحو دتصویبولو په اړه، چې دوی ورباندې هم نظره دي، ګډ کار وکړي. هغه دنړیوال تجارت دتړونونو او دمالیې په برخه کې داصلاحاتو دلایحو یادونه وکړه. سناتور مکانل وویل چې دولسمشر اوباما سره یې په ټلیفون کې خبرې کړي دي او موافقه یې کړې ده چې په هغو مسایلو به ګډ کار وکړي چې دوی ورباندې موافقې ته رسیدلی شي. مکانل وویل: «ډیر داسې خلک شته چې فکر کوي چې دحکومت دتقسیم مانا دا نه ده چې هیڅ به نه ترسره کیږي.» --- داوباما عکس العمل -- ولسمشر اوباما وویل چې دسې شنبې دورځې په انتخاباتو کې امریکایانو خپل پیغام ورسوی او هغه دا دی چې دوی دسیاستمدارانو نه غواړي چې تر خپل وس پوري سخت کار وکړي او خپلي دندي تر سره کړي. ولسمشر اوباما پرون دچهارشنبې په ورځ دمنځنیو انتخاباتو نه وروسته په سپینه ماڼۍ کې یو خبري کنفرانس رابللی و. په دې انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکو دسنا دمجلس کنټرول ددیموکراتانو نه ترلاسه کړ او دآستاځو په مجلس کې یې هم دخپلو غړو شمېر زیات کړ. -- ښاغلي اوباما جمهوري غوښتونکو ته مبارکي ورکړه. هغه وویل چې ددې انتخاباتو پیغام دا دی چې دامریکا خلک په ډیر زیات اکثریت سره په دې باور لري چې واشنگټن په ښه توګه کار نه کوي او دامریکا خلګ دی مسئول بولي. ښاغلي اوباما وویل چې دی غواړي دخپلې دورې په پاته دوو کالو کې دجمهوري غوښتونکو سره کار وکړي. هغه وویل چې دجمهوري غوښتونکو نه غواړی چې خپله مشخصه آجندا دې ورته وړاندې کړي. بارک اوباما داوسني کانگرس نه وغوښتل چې دبلې میاشتې تر پایه، یانې دکانګرس درخصتیو درارسیدو نه مخکي، دې فیډرالي بودیجه منظور کړي. ولسمشر اوباما وویل چې دایبولا دناروغۍ سره دمبارزې دپاره به زیاتي پیسې وغواړي او همداراز به داسلامي دولت دډلي په مقابل کې دجگړې دپاره دامریکايي قواوو داستعمال غوښتنه هم وکړي. --- په کانګرس کې اکثریت -- دا به د ۲۰۰۷ کال راهیسې دا لومړی ځل وي چې جمهوري غوښتونکي به د کانګرس په سنا او ولسي جرګې کې اکثریت ولري. دیموکراتانو دسنا دمجلس د ۱۰۰ څخه ۵۵ څوکۍ درلودي خو دسې شنبې دورځې په انتخاباتو کې دغه ګوند په یو شمیر ایالتونو کې دجمهوري غوښتونکو له لاسه ماته وخوړله. جمهوري غوښتونکو دسې شنبې دورځې په انتخاباتو کې ددیموکراتانو څخه دسنا دمجلس اوه څوکۍ وګټلي. جمهوري غوښتونکو دارکنساس، کولورادو، ایووا، مونټنا، شمالي کارولینا، جنوبي ډکوټا، او لویدیځې ویرجینیا کې دیموکراتانو ته ماته ورکړه. ددریېو نورو ایالتونو نتایج بیا تر اوسه معلوم نه دي. -- جمهوري غوښتونکو دکانګرس دولسي جرګې ۱۴ نورې څوکۍ هم ګټلې دي. پخوا دغه ګوند دولسي جرګې د ۴۳۵ څوکیو څخه ۲۳۳ څوکۍ درلودي خو اوس ۲۴۷ څوکۍ لري. دامریکا دولسي جرګې رئیس جان بینر وویل چې کانګرس به د انرژۍ او کارموندنې قوانین تصویب کړي. هغه وویل چې دغه هغه قوانین دي چې په سنا کې دیموکراتانو یې دتصویبیدو مخه نیوله. جان بینر زیاته کړې ده چې «اوس یې وخت دی چې دحکومت داقداماتو نتیجه ووینو.» --- دمهاجرت قوانین -- ښاغلي اوباما دچهارشنبې په ورځ وویل چې دپلان سره سم به دروان کال تر پایه پورې دمهاجرت په قوانینو کې دولسمشرۍ دفرمان نه په کار اخیستلو سره اصلاحات راولي. هغه وویل چې امریکایان نور په دې اړه انتظار نه شي کولای. خو په سنا کې دجمهوري غوښتونکو مشر مکانل وویل چې هیله لري چې ولسمشر اوباما به دغسې یو کار و نه کړي. اوس هم ځینې جمهوري غوښتونکي وايي چې دوی به هڅه وکړي چې ولسمشر پرینږدي چې په یوازې سر دامریکا دمهاجرت په پالیسو کې تغیر راولي. که دمهاجرت په قوانینو کې تغیر راوستل شي نو په میلیونونو مهاجر به، چې په غیرقانوني توګه امریکا ته راغلي دي، په امریکا کې داوسیدو اجازه پیدا کړي. -- دامریکا غږ
0 Comments:
Post a Comment
<< Home