Thursday, October 02, 2014

افغانستان دبوډاګانو لپاره دنړۍ تر ټولو ناوړه ځای --- افغانستان پخوا دښځو او میندو لپاره دنړۍ تر ټولو بد هیواد بلل شوی و، اوس په یوه نوې سروې کې دبوډاګانو او زړو لپاره هم تر ټولو نامناسب ځای ګڼل شوی دی. -- درویټرز خبري آژانس دراپور له مخې په یوه فهرست کې، چې هر کال دنړۍ دانسانانو دعمر دیوې ادارې له لوري دزړو کسانو دژوند دشرایطو په اړه خپرېږي، دچهارشنبې په ورځ / داکتوبر لومړۍ/ وښودله چې افغانستان دزړو لپاره تر ټولو خراب ځای دی. -- د(HelpAge International’s Global AgeWatch Index) پر اساس اسیايي هیوادونه دپر له پسې دوهم ځل لپاره دبوډاګانو دژوند دشرایطو او روغتیايي وضعیت له نظره دفهرست په پای کې راغلي دي. دفهرست په سر کې ناروې یاده شوې، ورپسې سویډن، سویس، کاناډا او جرمني دي. له جاپانه پرته د لیست دسر لومړي لس هیوادونه دلوېدیځې اروپا او شمالي امریکا هیوادونه او دغه راز استرالیا ده. -- دملګروملتو دراپور له مخې تر ۲۰۵۰ پوري به دهغو کسانو، چې عمرونه یې تر شپېتو کلونو زیات دي، دوه برابره شي. ددې معنا دا ده چې د نړۍ په سلو کې ۲۱ وګړي به تر شپېتو کلونو زیات عمر ولري. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home