Monday, September 29, 2014

حامد کرزي نوي ولسمشر اشرف غني ته وسپاره --- ډاکتر اشرف غني احمدزي دافغانستان دنوي ولشمر په توګه لوړه وکړه، وروسته نوي ولسمشر خپلو دوو مرستیالانو جنرال عبدالرشید دوستم او سرور دانش ته لوړې ورکړې. دلوړې تر مراسمو مخکې کرزي خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې له نوي مشرتابه سره به تروسه وسه مرسته او همکاري کوي. -- په مراسمو کې دپاکستان ولسمشر او دهند مرستیال ولسمشران، دپښتونخوا ملي مشران او دیو شمېر هیوادونو وزیران برخه لري. دسترې محکمې رئيس عبدالسلام عظیمي ولسمشر غني ته په دري او ولسمشر غني خپلو مرستیالانو ته په پښتو لوړه ورکړه. -- وروسته ولسمشر اشرف غني احمدزي د جلا – جلا فرمانونو په لاسلیکولو عبدالله عبدالله د ملي یووالي دحکومت د اجرايي چارو د رئيس، انجنیر محمد خان او محمد محقق د هغه د مرستیالانو او احمد ضیا مسعود د افغانستان د ولسمشر د اداري اصلاحاتو د ځانګړي استازي په توګه وټاکل. -- دفرمان له لاسلیکولو وروسته ولسمشر غني عبدالله عبدالله او دهغه مرستیالانو ته لوړه ورکړه. -- عبدالله عبدالله وینا هم وکړه، ویې ویل چې له نن ورځې د پرون ورځې دواړه انتخاباتي ټیمونه یو ټیم دي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home