Wednesday, September 17, 2014

په بلخ ولايت کې افغان ښځينه خبرياله وژل سوي ده --- د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د بيان راډيو يوه خبرياله پلوشه توخي د ناپيژاندو کسانو له لوري وژل سوي او بريد کوونکي يې په تېښته بريالي سوي دي. -- د بلخ ولايت د امنيت آمر عبدالرزاق قادري ويلي دي چې پلوشه په مزار شريف ښار کې په مرموز ډول وژل سوي ده او دا پېښۀ تېره ورځ غرمه مهال سوي ده چې دا مهال يې د پوليسو له لوري پلټني هم پيل سوي دي. -- هغه وايې چې بريدګرو د واده د کارت د ورکولو په نوم ورغلي او وروسته يې پرې د چړو په وسيله حمله کړي او وژلي يې ده. -- د وايې چې د پوليسو له لوري د بريدګرو لټون روان دى. -- ها خوا د بيان راډيو مسؤول منلي چې د مزار شريف همکاره يې په مرموز ډول وژل سوي ده -- ددي راډيو مشر ويلي دي چې پلوشي توخي د تېرو شپږو کلونو را په دي خوا د بيان راډيو سره کار کوى. -- د بيان راډيو په افغانستان کې ډېرى ولايتونه تر پوښښ لاندي نيولي او مخامخ د ايساف له لوري مرکز څخه خپروني کوي. -- داسې معلومات ورکول سوي چې د شمال بيان راډيو خبرياله پر سينه او سر باندي په چړو وهل سوي ده. --- په افغانستان کې د خبريالانو په وړاندي تاوتريخوالى تر مخکي څو چنده ډېر سوى دى او په تېر کال کې د خبريالانو په وړاندي د تاوتريخوالى زياتي ثبت سوي وي. -- هغه شمېري د تېرو شپږو مياشتو په اوږدو کې راټولي سوي او خپري سوي دي راغلي چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ژورناليستانو پر ضد د تاوتريخوالي ۶۸پېښې ثبت سوي چې ۶۳٪سلنه پکښې د دولتي چارواکو او امنيتي منسوبينو له خوا تر سره سوي دي. -- په افغانستان کې لا تر اوسه هم د خبريالانو په وړاندي حالت سم سوى نه دى او دلته لا هم زياتي ستونزي پرتي دي. - خبریال دات کام

0 Comments:

Post a Comment

<< Home