Thursday, August 07, 2014

جان کیري له افغان کاندیدانو وغوښتل چې د تفتیش نتیجه ومني --- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پرون د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره په جلا -جلا کتنو کې له هغوی وغوښتل چې د جون د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر سر لانجه پای ته ورسوي، د ټولو رایو د تفتیش نتیجه ومني او د سپټمبر تر لومړیو پوري د ملي یووالي حکومت جوړ کړي. -- د هغو امریکايي چارواکو په وینا چې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره د کابل په سفر تللي، جان کیري له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله وغوښتل چې د سپټمبر په څلورمه د ناټو تر سرمشریزې وړاندې د یوې حل لارې د موندلو فوري توب درک کړي. -- د بریتانیا په ویلز ایالت کې د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې د غړیو هیوادونو مشران هیله لري چې د روان کال -- له جان کیري سره ملګرو چارواکو وویل چې د افغانستان د انتخاباتو په پایله کې غوره شوی ولسمشر به د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان له لوري ګډون وکړي. -- جان کیري په داسي حال کې افغانستان ته سفر کړی چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو رایې تر ترتفتیش لاندې دي. سره له دې چې د رایو په شمېرلو کې د یوه کاندید د ناغېړیو له کبله څو ځلي ځنډ او خنډ پېښ شو خو اوس دا بهیر دوام لري مګر لا هم څرګنده نه ده چې د تفتیش په پای کې به دواړو خواوو ته نتیجه د منلو وي او که نه وي. -- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره د جان کیري په تېرو خبرو کې درې خواوو موافقه کړې وه چې بایلونکی کاندید به اجرايي ريیس کېږي. اجرايي ريیس به، چې تراوسه پوري په دې نوم کومه چوکۍ نشته، د ولسمشر ترلاس لاندې وي او ولسمشر ته به ځواب وايي. -- خو که دوه کاله وروسته د افغانستان لویې جرګې په اساسي قانون کې بدلون راوست، د اجرايي چارو د ریاست چوکۍ په صدرارت بدلېدای شي. -- د راپورونو له مخې عبدالله عبدالله په خپله نه غواړي چې اجرايي ریاست ومني. دی هڅه کوي چې دا چوکۍ یونس قانوني ته ورکړای شي او په خپله د اپوزیسیون مشر وي. خو د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم وايي چې د عبدالله ډله باید یا په واک کې شریک شي یا اپوزیسیون ومني. -- د متحدو ایالتو نو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې تراوسه پوري له ۲۳۰۰۰ رایبکسونو څخه ۲۴۰۰ شمېرل شوي دي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home