Tuesday, August 05, 2014

روهی ویب -- محور ورځپاڼه: دعبدالله پلویان په ناقانونه ډول غږونه ثبتوي --- دکره معلوماتو پر بنسټ دپخوانۍ شمالي ټلوالې یوې تخنیکي ډلګۍ داسې یوه دستګاه لګولې، چې پرمټ یې تلیفوني مکالمې اوري او په افغانستان کې تبادله کېدونکي ایمیلونه څاري. -- وروسته له هغې چې دافغانستان ملي امنیت دهمپالنې ډلې ته دتلیفوني غږونو د ورکولو ادعا رد کړه، دتلیفوني مکالمو درسوایۍ په منابعو پسې څېړنې زیاتې شوې. وروستي معلومات په ډاګه کوي، د عبدالله د پلویانو دغه تخنیکي ډلګۍ لاهم د غږونو په ثبت لګیا ده، او هېڅ امنیتي ارګان یې پروړاندې اقدام ندی کړی. -- دولسمشر ددویم مرستیال د غږ له خپراوي وروسته په عامه کچه وېره خپره شوې، چې د عبدالله پلویان محرمو اسنادو ته د لاسرسي هڅه کوي او ښايي د هېواد په کچه ځینې محرم رازونه هم د لیک کېدو له ګواښ سره مخ وي. -- دمعلوماتو پر بنسټ د پخوانۍ شمالي ټلوالې یوې ډلې داسې یوه دستګاه لګولې، چې پرمټ یې په هېواد کې تلیفوني مکالمې ثبتوي او په افغانستان کې تبادله کېدونکي ایمیلونه څاري. دولسمشر ددویم مرستیال د غږ له خپراوي وروسته په عامه کچه وېره خپره شوې، چې د عبدالله پلویان محرمو اسنادو ته د لاسرسي هڅه کوي او ښايي د هېواد په کچه ځینې محرم امنيتي او نور رازونه هم لیک کړي. -- شنونکي وايي، کله چې دغه ټيم د حکومت د دويم سړي غږ ثبتولی شي، نو د حکومت له مهمو امنيتي رازونو نيولې، د خلکو تر سرمايو پورې معلومات تر لاسه کولی شي. دوی وايي، دغه کسان متعهد نه دي او کېداشي دا ډول محرم اسناد بهرنيو استخباراتو، وسله والو مخالفينو او مافيا ته په واک کې ورکړي. -- دچارو شنونکی محسن هادي په دې باور دی، چې کېدای شي، د هېواد د امنيتي غونډو او امنيتي کسانو خبرې هم تر طالبانو، ای اېس ای او ايراني څارګرو پورې ورسول شي. دی وايي، په دې برخه کې د هر افغان ژوند په خطر کې دی، ځکه مافيا ته ډېر اړين معلومات په لاس ورتلای شي او هغه يې له مخې خپل کار کولای شي. -- وروسته له هغې چې دافغانستان ملي امنیت دهمپالنې ډلې ته دتلیفوني غږونو دورکولو ادعا رد کړه، دتلیفوني مکالمو د رسوایۍ په منابعو پسې څېړنې زیاتې شوې. وروستي معلومات په ډاګه کوي، چې د عبدالله د پلویانو يوه تخنیکي ډلګۍ لاهم د غږونو په ثبت لګیا ده او هېڅ امنیتي ارګان یې پروړاندې اقدام ندی کړی. -- وروسته له هغې چې دافغانستان ملي امنیت دهمپالنې ډلې ته دتلیفوني غږونو دورکولو ادعا رد کړه، دتلیفوني مکالمو د رسوایۍ په منابعو پسې څېړنې زیاتې شوې. وروستي معلومات په ډاګه کوي، چې د عبدالله د پلویانو يوه تخنیکي ډلګۍ لاهم د غږونو په ثبت لګیا ده او هېڅ امنیتي ارګان یې پروړاندې اقدام ندی کړی. --- درې کاله وړاندې په مزارشریف ښار کې دوه داسې کسان د غږونو له ثبتونکو وسایلو سره لاس په لستوڼي ونیول شول، چې له ډېره وخته یې دتلیفوني مکالمو او الکترونيکي اړیکو ناقانونه څارنه کوله. په نیول شوو، کې یو یې بلخ دوالي عطامحمد نور نږدې خپلوان و. دیادې پیښې په تعقیب دکابل په برچي سیمه کې هم څلور کسان دتلیفوني غږونو دثبتولو په تور څارل کېدل، چې له نیولو وړاندې وتښتېدل، خو وسایل یې رسنیو ولیدل او په اړه يې ويل کېدل، چې په محمد محقق پورې تړلي دي -- دغه هڅې له وړاندې روانې وې، د مخابراتو وزارت یوه سرچینه وايي، ځینې داسې دستګاوې شته، چې دغه وزارت یې په اړه اندېښنه لري، خو ددوی په باور ملي امنیت باید په جدي ډول د دې ډول قضایاوو پلټنه پسې ووځي او خلکو ته دمحرمیت په اړه یې اطمنان ورکړي. اوس شنونکي ډېره پړه په ملي امنيت اچوي، چې په دې برخه کې يې له لومړي سره هېڅ راز اقدام ونه کړ او دا د پوښتنې وړ ده، چې ولې پټه خوله پاتې دي. -- دولسمشر وياند ايمل فيضي وايي، دولسمشرۍ پر دویم مرستیال محمد کریم خللي لګول شوی تور چې ګواکې هغه دولسمشرۍ ټاکنو په بهير کې لاسوهنه کړې ده، بې اساسه او یو تکذیب دی: (که چېرې دا سم هم وي، د دغه غږ خپرول، چې دافغانستان دولسمشر ددویم مرستیال دڅرګندونو ترسرليک لاندې " په یوه ځانګړې او محرمانه ناسته کې" ترسره شوي دي، دهغه دصحت لرلو ادعا، دعامو خلکو او دوه عام شخصیت دشخصي حریم لپاره یو جدي ګواښ بلل کيږي.) --- دولسمشر وياند وايي، له عاملينو سره به يې هر څه ژر قانوني چلند وشي.

0 Comments:

Post a Comment

<< Home