Friday, August 15, 2014

اشرف غني: دملي وحدت په نامه ددولت رامنځته کول، دواک دويش مانا نلري --- ډاکتر اشرف غني احمدزي په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې دملي وحدت په نامه ددولت رامنځته کول، په دې مانا نه دي، چې له بايلونکي سره به قدرت شريکيږي. نوموړي زياته کړې، چې په هېواد کې د پرېکړې دوه مرکزونو شتون ناشوني دي او دعبدالله عبدالله سره لاسليک شوي توافقپاڼه په دې مانا نه ده، چې ګټونکی به له بايلونکی سره په بشپړه توګه واک تقسيموي. -- اشرف غني زياته کړه، هوکړې په دې شوې، چې ګټونکی کانديد به بايلونکی، داجرائيوي رئيس په توګه ټاکي او د جمهور رئيس له حکم سره سم به چارې تر سره کوي. دده په وينا، دافغانستان داساسي قانون پر بنسټ په هېواد کې رياستي نظام دی او جمهور رئيس ۲۰ مستقيم صلاحيتونه او ۲۱ نور لري، چې دغه صلاحيتونو ته مسوول او ځوابورکوونکی دی. -- د پرېکړه ليک پر بنسټ، د رايو تر شميرنې وروسته به جمهور رئيس ټاکل کيږي او لويه جرګه به دا پرېکړه کوي، چې په قانون کې تعديل راولي او کنه، چې دلومړي وزير پوسټ رامنځته شي. - روهی ویب

0 Comments:

Post a Comment

<< Home