Wednesday, July 30, 2014

کېري: د ټاکنو په موافقه کې پارلماني نظام مطرح نه و --- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په یوه آزاده سرمقاله کې د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو په هکله لیکلي چې دا دموکراتیک بهیر د کړکیچ سره مخامخ شوی دی، او د دواړو سیالو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غنی احمدزي نه یې غوښتي چې په تدبیر سره عمل وکړي. -- ښاغلي کېري لیکلي " د سیاست وخت پای ته رسیدلی او اوس د همکارۍ او مرستې وخت راغلی دی. ښايي وخت د لاسه ور نه کړل شي، او زه دواړه ټيمونه هڅوم چې د يوبل سره په ملګرتيا کې آن په داسې حال کې چې د رايو تفتيش دوام لري په هغو مهمو موضوع ګانو کار وکړي چې هیواد يې ورسره مخامخ دی." --- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې د همدې میاشتې په پیل کې یې شاو خوا ۴٨ ساعته د جمهوري ریاست د دواړو نوماندانو ترمنځ د میانځگړیتوب په هلو ځلو تیر کړل او د دواړو اړخونو موافقه یې د دوهم پړاو ټاکنو د ټولو رائیو د بیا پلټنې او د ملي وحدت د حکومت د جوړولو په هکله ترلاسه کړه، افغانانو ته یې په پخله لیکنه کې د دموکراسۍ د خوږو لاس ته راوړنو زیری ورکړی دی. -- د ښاغلي کېري د لیکنې له مخې دموکراسي لوړې ژورې لري او افغانان باید د یوې ښه راتلوونکې لپاره سره گډ کار وکړي. -- هغه لیکي " نن افغانستان او د ولسمشرۍ دوه نوماندان په دې لاره کې د نوموړيو خنډونو څخه د يوه سره مخامخ شوي دي - د پرېکړې یو فرصت. د خنډونو پر وړاندې د هغوی د غلبې وړتيا او د یو بل سره د هغوی همکاري او مرسته د میلیونونو افغانانو رايو ته د درناوي لپاره د افغانستان او د نړیوالې ټولنې سره د دې هیواد د اړيکو راتلونکی ټاکي." ---- خو جان کېري لیکلي دي چې د هغه سیاسي تفاهم سند چې هغه یې د لاس لیک شاهد دی، د افغانستان د اساسي قانون له موادو سره توپیر نه لري. -- د ښاغلي کېري په اند " دا سند اساسي قانون تر پښو نه لاندې کوي - دا سند د افغانستان د بنسټونو او د دولت د رئیس په توګه د ولسمشر درناوی کوي. دا سند پارلماني سیسټم نه رامنځته کوي - دا سند د اجرائيوي رئيس نوی بست منځ ته راوړي چې ولسمشر ته به ځواب وايي تر هغه وخته چې ولسمشر لویه جرګه راوبولي تر څو د دې په اړه پرېکړه وکړي چې دايمي بدلون د هیواد په ګټه دی او که نه." - More, http://www.pashtovoa.com/content/us-john-kerry-statement-afghanistan/1968032.html

0 Comments:

Post a Comment

<< Home