Tuesday, July 08, 2014

سپینه ماڼۍ: اوباما عبدالله ته وویل چې د تاوتریخوالي او غیرقانوني اقداماتو لپاره توجیه نشته --- سپینې ماڼۍ پرون /سې شنبه/ وویل چې ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندید عبدالله عبدالله سره تېره شپه ټېلفوني خبرې وکړې او له هغه یې وغوښتل چې ارام واوسي او د انتخاباتي درغلیو د ادعاوو په اړه خبرې وکړي. -- ښاغلي عبدالله نن د لویې جرگې په خیمه کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې تېره شپه ولسمشر اوباما ورسره ټېلفوني خبرې کړي خو ده ونه ویل چې اوباما ورته څه ویلي دي. -- د سپینې ماڼۍ ویندوی جوش ایرنیسټ په یوه خبري غونډه کې وویل:«ولسمشر ورته په زغرده وویل چې موږ د درغلۍ د ټولو منطقي ادعاوو د څېړل کېدو هیله لرو خو د تاوتریخوالي او د اساسي قانون خلاف اقداماتو لپاره هیڅ توجیه نشته» -- د سپینې ماڼۍ ویندوی همداراز وویل:«هر ډول تاوتریخجن اقدام به افغانستان ته د امریکا د امنیتي او مالي مرستو د بندېدو په قیمت تمام شي» -- ښاغلي ایرنیست دا هم وویل چې په انتخاباتو کې د درغلیو یو شمېر تورونه لګول شوي خو تراوسه پوري سم څېړل شوي نه دي. -- دواړه کاندیدان وايي چې د درغلیو ټول تورونه دې وڅېړل شي. دواړو خواوو د یکشنبې په ورځ موافقه وکړه چې د څه باندې ۷ زره محلونو رایې دې له سره تفتیش شي. -- ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم پر همدې مسٔلې د خبرو لپاره د جمعې په ورځ کابل ته راشي. ښاغلي کیري له ښاغلي عبدالله سره ټېلفوني خبرې کړي دي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home