Thursday, July 31, 2014

په افغانستان کې دامریکا دلګښتونومقایسه --- په یوه نوي څیړنه کې دا جوته شوي چې امریکا په افغانستان کې دومره پیسې لګولې چې تر دوهمې نړېوالې جګړې وروسته یې دلویدیځي اروپا داقتصادي بیارغوني لپاره په مارشل پلان کې نه وې لګولي. په افغانستان کې دامریکا دبیارغوني دلګښتونو دتفتیش ادارې/ سیګار په خپل راپورکې له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې دامریکا لګښتونه له هغو مرستو سره مقایسه کړې چې دامریکا دمارشل پلان په همکارۍ اروپا وتوانیدل تر دوهمې نړېوالې جګړې وروسته خپل اقتصاد په پښو ودروي. سیګار لیکي، په ۱۹۵۰ کلونوکې له اروپایې هېوادونو سره دمرستې مجموعه شاوخوا ۱۰۳،۴ میلیارده ډالرو ته رسیده، په داسې حال کې چې دافغانستان سره دامریکا لګښتونه تر ۱۰۹ میلیارده ډالرو ډیر دي. -- په افغانستان کې دامریکا دمرستو څارونکې اداره / سیګار وایې سره له دې چې په دغه مقایسه کې دامریکا له لوري پرافغانستان ډیرې پیسې لګول شوي، خو هغه نتیجه نه ده ترې اخستل شوې چې تمه یې وه. دسیګار دراپور له مخې په مارشل پلان کې په هغه وخت کې شاوخوا ۱۳،۳ میلیارده ډالره اروپایې هېوادنو ته ورکړل شوې چې تر دوهمې نړېوالې جګړې وروسته خپل اقتصاد پیاوړی کړي، خو دوی وایې د ۱۹۵۰ کلونو په مقایسه ښآیې نن دډالرو ارزښت ډیر لوړ وي. که دغه پیسې دننني ډالر په بیه واړول شي نو دمارشل پلان مجموعي شمیره ۱۰۳،۴ میلیارده ډالرو ته رسیږي. -- دسیګار په راپور کې ویل شوي چې په همدې انډول دافغانستان لپاره دامریکا نننۍ مرسته په مجموع کې ۱۰۹ میلیارده ډالرو ته رسیږي. دغه څیړونکي وایې، پردغو دواړو متفاوتو پروګرامونو، چې یو یې دجګړې پر مهال او بل ترجګړې وروسته عملي شول، غورکولو دغه مقایسه لا نوره هم پیچلې کړه. دوی وایې، دامریکا له دې مرستې سره سره په افغانستان کې دپام وړ بدلون او پرمختګ نه دی راغلی. دڅیړونکو په باورهغه څه هم چې شوي ښایې دې ته اړتیا ولري چې امریکا او نور هیوادونه له افغانستان څخه تر وتلو ورسته بیا هم په پرله پسې ډول دمرستو ددوام ژمني ور سره وکړي. -- دسیګار په راپور کې راغلي چې دمارشل پلان مرستي تر ډیره دخوراکي موادو، ماشینونو، کیمیاوي کود او نورو هغو موادو پر واردولو لګول شوې وه چې په اروپا کې تر جګړې وروسته دبیا رغوني لپاره ورته اړتیا وه. دا هغه څه وه چې په جګړو کې له منځه تللي وه. د۱۹۵۰ کلونو په سر کې لدغو مرستو سره دډیرو لویدیځو هیوادونو اقتصادي سطحه تر هغه لوړه شوه چې تر جګړو دمخه یې وه. دسیګار راپور بل لوري ته د افغانستان موضوع ته اشاره کوي او وایې په افغانستان کې دمیلیاردونو ډالرو په مصرف کولو سره څه راپاته شوي؟ دا یوه ښکاره پوښتنه ده. سیګار لیکي له افغانستان څخه دنړیوالو ځواکونو دوتلو له پیل سره دوسلوالو طالبانو سنګرونه لا هم تاوده دي، ملکي تلفات ډیر شوي او افغانستان لا هم دنړۍ دهغو هیوادونو په لست کې پاته دی چې فساد پکښي ډیر دی. -- دامریکا دمرستو پروګرام په پرله پسې ډول د سیګار او نورو ادارو لخوا تر انتقاد لاندي راغلی. سکات سمیت د متحده ایالاتو د سولي په انستیتوت کې دافغانستان او منځنۍ آسیا د پروګرامونو مدیر دی. هغه وایې پداسي حال کې چې ډیرې هڅي او مرستې دافغانستان دامنیت په برخه کې شوي، خو وایې دا ښایې هغه برخه وي چې تر ټولو لږ پرمختګ پکښي شوی دی. سمیت او نور څیړونکي دافغانستان ټولنیزو پرمختګونو ته په اشارې وایې که روغتیایې، پوهني او د اړیکو برخې ته وکتل شي نو ښه خبرونه هم شته، خو ډیری څارونکي پدې باور دي چې لا اوس هم دافغانستان دولسمشرۍ انتخاباتو، پدغه هیواد کې دامریکایې سرتیرو راتلونکی برخلیک او دافغانستان سره د مرستو د دوام په اړه دهیوادونو پر لیوالتیا شک پاته دی. - دآزادی رادیو

0 Comments:

Post a Comment

<< Home