Monday, July 21, 2014

محور ورځپاڼه: جنرال جان آلن، افغان ولسمشر په حقه دی --- يوه پخواني امريکايي جنرال ويلي، چې امريکا په افغان جګړه کې په غلطۍ سره ښکېل ده، حال دا چې ولسمشر تر موږ، موږ او زموږ کردار ښه درک کړی او پېژندلی دی. دا څلورم نړیوال لوړپوړی مامور دی، چې په افغانستان کې دلوديځ دناکامو پالیسیو غندنه کوي او افغان حکومت د ځان پروړاندې برحقه ګني. لږ وړاندې دامریکا ددفاع پخواني ‌وزیررابرټ ګېټس، دملګرو ملتونو ځانګړي استازي‌ کای ایډه او ترهغه وړاندې دبهرنیو ځواکونو عمومي ‌قوماندان مک کرسټل د خپل ماموریت تر اختتام وروسته امريکا او متحدین یې په افغانستان کې دښکېلتیا او غلطو پالیسو په سبب غندلي ‌دي. -- نړيوال په ځانګړې توګه هغه امريکايي چارواکي چې په افغانستان کې يې ماموريت پايته رسيږي او تقاعد کېږي په نوبت سره عترافونه کوي، چې په افغان جګړه کې په غلطۍ سره ښکېل دي. دچارو شنونکي وايي، کله چې دوی په ماموريت کې وي، نو هغه مهال بيا دوی واقعيتونه نشي په ډاګه کولای. په افغانستان کې دامريکايي او ايساف ځواکونو پخواني قومندان جنرال جان آلن په دې وروستيو کې ويلي، دولسمشر کرزي پېژندګلوي په مراتبو تر موږ، موږ او زموږ کردار ښه درک کړی او پېژندلی دی. دغه امريکايي جنرال دسولې انستيتوت له لوري په واشنګټن کې دولسمشر کرزي ميراث په نوم جوړه شوې غونډه کې ويلي، چې ولسمشر کرزي له افغانانونه پوره شناخت لرلو، خو له بده مرغه چې دغه ټکی موږ نه درک کولو او لرلو: (ولسمشر کرزي به تل موږ ته په ځينو برخو کې مشورې راکولې، خو موږ به هغه ته پام نه کولو، چې په وروستيو کې جوته شوه، ښاغلی کرزی په حقه دی. ولسمشر کرزی يو وطن دوست دی.) -- ښاغلی الن دامريکايي پوځيانو سرغړونو، ملکي تلفاتو، شپنيو عملياتو او دترهګرۍ پر وړاندې د جنګ څرنګوالي ته په اشارې سره وايي، چې ولسمشر کرزی دپاکستان په تړاو دامريکا له سياست نه په اخري کچه ستومانه شوی او نا خوښ و او همدا لامل وو، چې دترهګرۍ پر وړاندې جګړه په خپل ځای پاتې وه او په اصلي ځای کې نه تر سره کېده. دا څلورم نړیوال لوړپوړی مامور دی، چې په افغانستان کې دلوديځ دناکامو پالیسیو غندنه کوي او افغان حکومت دځان پروړاندې برحقه ګني. لږ وړاندې دامریکا ددفاع پخواني ‌وزیر رابرټ ګېټس، دملګرو ملتونو ځانګړي استازي‌ کای ایډه او ترهغه وړاندې دبهرنیو ځواکونو عمومي‌قوماندان مک کرسټل دخپل ماموریت تر اختتام وروسته امريکا او متحدین یې په افغانستان کې دښکېلتیا او غلطو پالیسو په سبب غندلي‌دي. -- شنونکي وايي، امريکا خپل لوړپوړي مامورين په افغانستان کې په استخباراتي لوبه کې بوخت ساتلي وي، نو کله چې هغوی تقاعد شي، اړ وي، چې له ځان نه مسووليتونه لرې کړي او د افغانستان په تړاو واقعيتونه په ډاګه کړي. ددوی هريو چې له دندې ګوښه شوی، نو د افغانستان د ماموريت په تړاو يې عترافونه کړي، چې لوديځ او امريکا په غلطه راوان دي. دچارو شنونکی غلام جيلاني ځواک وايي، تر هغه چې دغه قومندانان او مشران په افغانستان کې په ماموريت بوخت وي، دافغان حکومت په ځانګړې توګه دولسمشر کرزي په اړه يې دسيسې جوړې کړې او دبحران رامنځته کولو هڅې يې کړې دي. ښاغلي ځواک زياتوي، په ولسمشر کرزي باندې له يوه اړخه ډېرې نيوکې کېږي، چې جنګسالاران يې په واک کې ور کډ کړي، خو په دې کې دبهرنيانو رول هم تت نه دی، دهغوی له لوري پرې فشارونه وو، چې لوديځوالو دخپلو ګټو دخونديکولو په هدف پرې منل. شنونکي وايي، همدا جګړه مار دنړيوالو له لوري تغذيه شول او په واک کې وساتل شول. -- شنونکي ددې څه ښه بېلګه په دې وروستي ټاکنيز کړکېچ کې دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کېري مداخلې ته اشاره کوي، چې نه غواړي، جنګسالاران له واک د باندې پاتې شي، ځکه چې په نظام کې دننه ددوی ګټې خوندي کوي. څارونکي وايي، امريکا ډېری وخت دافغانستان په سياسي پروسو کې مداخلې کړې، ګډوډې يې دي. دوی وايي، يوازې دا کار نه دی، دوی په افغانستان کې دسولې پر وړاندې هم خنډونه جوړ کړي او ان له طالبانو سره يې هم پټ اړيکي شته، چې له يوه لوري دجګړې دختمولو خبرې کوي، خو له بل لوري جګړه ددوی په خوښه غځول کېږي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home