Sunday, July 20, 2014

آلمان خپلو ۱۶۸ افغان كاركوونكو ته پناه وركړه --- له آلماني ځواكونو سره هغه افغان كاركونكي چې له هغوى سره يې په افغانستان كې د ماموريت په دوارن كې كار كړى، ځينې يې د المان د دولت لخوا په قانوني ډول منل شوي او په المان كې د پنا اخيستو اجازه وركړل شوې. -- له آلماني ځواكونو سره د ۱۶۸ ځايي كاركوونكي له خپلو كورنيو سره چې ۳۷۷ تنه دي، په المان كې منل شوي دي چې اوس يې دغه هېواد ته سفر هم كړى. -- په افغانستان كې له الماني ځواكونو سره د كاركوونكو له ډلې څخه ټولټال ۹۳۷ ځايي افغانانو په المان كې د پنا غوښتنې لپاره عريضې وركړې، چې د الماني چارواكو په وينا پر ۹۰۸ غوښتنليكونو يې كار شوى چې ۳۱۳ عريضې منل شوې دي. -- د آلمان د دفاع وزارت ویاند د شنبې په ورځ د «شتوتگارت ناخ ریشتن» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي، چې مجموعا ۹۳۷ تنو ځایي افغانانو په آلمان کې د پنا غوښتنې عریضې وړاندې کړې وې. د هغه په وینا تر اوسه پورې پر ۹۰۸ غوښتنلیکونو باندې کار شوی دی، چې اوس ۳۱۳ عریضې منل شوې دي. -- په افغانستان کې د آلمان د ماموریت د پیل راهیسې تر اوسه په سلگونو افغانانو د محلي کارکوونکو لکه د آلمان له اردو سره د ترجمانانو او یا هم له نورو آلماني ادارو سره کار کړی او یا یې اوس هم کوي. دغه کسان انديښنه لري چې د طالبانو له لوري به د آلماني همکارانو په حیثت مجازات شي. له دې کبله هغوی هڅه كوي، چې له افغانستان څخه بهر ژوند وكړي. -- خبریال دات کام

0 Comments:

Post a Comment

<< Home