Thursday, July 17, 2014

د ارګون دپیښې د قربانیانو کورنۍ وایي،که امنیتي ځواکونه مسلکي وای، د دغه خونړۍ پیښې مخه نیول کیدای شوه --- د تیرې ورځې د دغه موټر بم چاودنې یو شمیر ټپيان، چې د کابل ایمرجنسي روغتون ته راوړل شوي،په حکومت نیوکه کوي،چې ګواکې له دوی سره یې پر وخت مرسته ونکړه. -- د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د موټر بم چاودنې ټپیان پر شرنې، ګردیز او غزني سربیره د کابل ایمرجنسي روغتون هم را لیږدول شوي دي. ټپيان او دوی د کورنیو غړي دغه پیښه غندي او دا دول کړنې د اسلام او انسانیت سره په ټکر کې ګڼي. -- دمخابراتو او مالوماتي ټکنالوژي وزیر امیر زی سنګین دکابل ایمرجنسي روغتون د ارګون دپیښې دټپیانو لیدنې پرمهال دقربانیانو سره یو اندازه نغدي مرسته وکړه او دغه کار د اسلام او انسانیت د دښمنانو کار وباله. -- په ولسي جرګه کې د پکتیکا دخلکو استازي افغان دولت د په دوه ګونې چلند تورن کړ او و لسمشر حامد کرزي څخه یي د ارګون دپيښې زیانمنو شویو ته د جدي پام غوښتنه وکړه. -- د کابل دایمرجنسي روغتون چارواکي د ارګون پیښي د ټپيان د روغتیا یي خدمتونو په اړه داسي وایي: -- دغه پیښه دسې شنبې تر مخکي کې د ارګون ولسوالۍ د جامع جومات ترڅنګ په یو سرای کې د سرف موټر په وسیله ترسره شوه،او دمرګ ژوبلې په تړاو یي لاهم ضد او نقیض شمیرې ورکول کیږي. - شمشاد تلویزیون

0 Comments:

Post a Comment

<< Home