Friday, June 13, 2014

تاند - عبداله عبدالله امریکايي کمپنۍ دځان په ګټه تبلیغ ته ګومارلې -- دافغانستان دولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله دجون د ۱۴ مې /جوزا۲۴مې/ تر دوهم ځلي انتخاباتو مخکې دامریکا دعامه اړیکو یوه کمپنۍ په پیسو ګومارلې ده چې دده لپاره تبلیغ وکړي چې ولسواکۍ، سولې، ثبات او آزادو او عادلانه انتخاباتو ته ژمن دی. دا خبره دې امریکايي کمپنۍ ( Sanitas International) افشا کړې او هغه فورمه یې هم څرګنده کړې چې دعبدالله عبدالله نوم او لاسلیک پرې لیدل کېږي.(د قرارداد فورمه) -- عبدالله عبدالله، چې دراتلونکې شنبې په ورځ د اشرف غني احمدزي په وړاندې په دوهم ځلي انتخاباتو کې مخامخ کېږي، په واشنګټن کې له مېشتې سنیتاز (Sanitas International) کمپنۍ سره خبرې کړي چې دده انتخاباتي کمپاین ته دلوړې سویې ارتباطي سلاکاران مهیا کړي. سنیتاز کمپنۍ له عبدالله عبدالله سره دقرارداد دشرایطو په اړه درسنیو ټېلفوني تماسونو او ایمیلونو ته ځواب نه دی ویلی. --- خو یوه امریکايي سوداګر، جوریچي (Joe Ritchie)، چې عبدالله عبدالله ته یې په انتخاباتي کمپاین کې سلامشورې ورکړي دي، وویل چې قرارداد محدوده ساحه ورنغاړي او هدف یې تر یوه حده دا دی چې د اپریل د پنځمې /حمل شپاړسمې/ نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړي پړاو کې پر بې نظمیو او بې قاعدګیو تمرکز وشي. --- ده وویل:«هدف دا و چې په انتخاباتو کې پر بې نظمیو رڼا واچول شي او داسي وانګېرل شي چې عبدالله عبدالله په دې خاطر په لومړي پړاو کې بریالی نه شو چې لږې رایې یې ترلاسه کړې. بل دا چې هرڅوک په دې باوري شي چې تا (عبدالله) زیاتې رایې لرلې ځکه چا بې نظمیو ته پام ونه کړ. » -- سنیتاز دګڼو کاندیدانو دعامه اړیکو په برخه کې کار کړی دی. دې کمپنۍ دعرب دپسرلي په لړ کې دبحرین دحکومت پر ضد داعتراضونو په مهال ددغه هیواد لپاره کار کړی دی. دبحرین دڅارونکې ډلې (Bahrain Watch) په وینا سنیتاز کمپنۍ د۲۰۱۱ میلادي کال له اګست څخه د ۲۰۱۲ کال تر مارچ پوري دتبلیغاتو په بدل کې د بحرین له حکومته ډېرې پیسې ترلاسه کړې. - More, http://www.fara.gov/docs/5963-Exhibit-AB-20140609-7.pdf -- http://www.taand.com/archives/26804

0 Comments:

Post a Comment

<< Home