Thursday, June 19, 2014

نور: دټاکنو کمیسیون خپل کار ته دوام ورکوي --- دټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې دجمهوري ریاست دیو کاندید عبدالله عبدالله د پریکړې سره سره به دا کمیسیون خپل کارته دافغان او نړیوالو څارونکو او سیاسي ډلو داستازو په حضور کې دوام ورکړي. نورمحمد نور امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې دجمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې هغی کړنلاری ته چې دټاکنو دکمیسیون سره یې لاسلیک کړې، درناوی ورکړي. ښاغلي نور دملګرو ملتونو په مشرۍ دجمهوري ریاست ددواړو کاندیدانو داستازو په کډون دیوې کمیټي دجوړیدلو وړاندیز په باب وویل چې دټاکنو خپلواکه کمیسیون دافغانستان داساسي قانون له مخې په دغه هیواد کې یوازنۍ مرجع ده چې ټاکنی ترسره کولې شي. -- هغه زیاته کره: «زه فکر کوم چي‎ې دټاکنو دکمیسیون دټولو چارو او کارونو څخه نړیواله ټولنه له نږدی څارنه کوي لیدنه کوي دټاکنو خپلواک کمیسیون هغه نهاد دې چې دافغانستان داساسي قانون په اساس جوړ شوی او ددی استقلالیت یې کاملآ تاید کړي دی.» ښاغلي نور وویل چې نړیواله ټولنه له ډیر نږدی دټاکنو دخپلواک کمیسیون چاری څاری «زه په دی باندی ټینګار کوم چې دټاکنو خپلواک کمیسیون خلکو ته ځوابګو دی په پروسه کې ذینفعه نه دی مونږ ته مهمه نه ده چې ځوک وړونکی کیږی او څوک وړونکی نه کیږی مونږ ته مهمه داده چط پروسه بریالې اوسی.» -- دافغانستان دجمهوري ریاست یو کاندید عبدالله عبدالله دچهارشنبې په ورځ په یو اړخیز ډول دټاکنو دخپلواک کمیسیون سره خپلې اړیکې دتعلیق په حالت کې راوستلی او وویل چې تر هغی چې درې غوښتني نه وی منل شوی دټاکنو له کمیسیون سره به خپل پریکون ته دوام ورکړي. دډاکټر عبدالله په غوښتنو کې دټاکنو دخپلواکه کمیسیون ددارلانشا درئیس ددندی په تعلیق کې راوستل، دټاکنو دکمیسیون لخوا د ټاکنو په ورځ داوه میلیونو راییو ورکونو په ټاکنو کې برخه اخیستلو په باب وضاخت او په ناامنه سیمو کې په ټاکنو کې په زیات شمیر دخلکو ګدون په باب روڼتیا شامل دي. --- دیوناما غبرگون -- بلخوا په افغانستان کې دملگرو ملتونو سیاسي نمایندگي یوناما وایي، دجمهوري ریاست دیو کاندید عبدالله عبدالله څرگندونو چې دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون سره یې خپلې اړیکې ځنډولي، دا سازمان یې حیران کړی دی. دیوناما ویاند ښاغلي سارلارزي دامریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې یوناما به ددواړو کمیسیونونو او ددواړو نوماندانو دانتخاباتي ټیمونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. خو زیاته یې کړه چې دا پروسه باید په قانوني لارو چارو سره دوام ومومي. ښاغلي سالارزي له نوماندانو او دهغوی دپلویانو څخه وغوښتل چې مسؤلانه عمل وکړي او دهر هغه اقدام او وینا نه ډډه وکړي چې دانتخاباتو دپروسې دگډوډیدو سبب کیږي مخنیوی وکړي. - دامریکا غږ

0 Comments:

Post a Comment

<< Home