Saturday, June 14, 2014

.نورستاني: په ټاکنو کې د گډون کچه ډېره لوړه وه --- د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر احمد يوسف نورستاني وايي د ولسمشريزو ټاکڼو په دويم پړاو کې د خلکو د گډون کچه څه د پاسه اوو ميليونو ته رسېده. ښاغلي نورستاني چې دغه څرگندونې له امنيتي چارواکو سره په يوه گډه خبرې ناسته کې وکړې وويل دا شمېره د تمو په خلاف ډېر لوړه ده. -- د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو د تاوتريخوالي له يو لړ پېښو سره هم مل و چې د امنيتي چارواکو په وينا له امله يې لسگونه کسان وژل شوي دي. -- د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د ټاکنو د ورځ په تاوتريخوالي کې ٢٠ ولسي وگړي، د ملي اردو ١٥ سرتيري او ٦٠ طالبان وژل شوي دي. -- افغان چارواکي وايي د ټاکنو په ترڅ کې د تاوتريخوالي د پېښو لامل د دواړو نوماندانو د پلويانو ترمنځ وسله والې نښتې، د سړک د غاړې چاودنې، د امنيتي ځواکونو او اورپکو ترمنځ جگړې او توغنديز بريدونه و. -- د افغانستان روغتیا وزارت بي بي سي ته وویل چې نژدې ۱۰۰ ټپیان او درې جسدونه روغتونونو ته ور لیږدول شوي دي. -- د رايې اچونې د بهير له ختمېدو وروسته د افغانستان د پوځ لوى درستيز شېر محمد کريمي له نورو امنيتي او ټاکنيزو بنسټونو سره په يوه گډه خبرې ناسته کې وويل چې د طالبانو د بريدونو کچه د ټاکنو د تېرځل په پرتله ټيټه وه. -- خو دا يې ومنله چې امنيتي ځواکونو او همداراز طالبانو ته مرگ ژوبله اوښتې. --د ټاکنو بهير د سهار په اوو بجو پيل او د مازيګر په څلورو بجو پای ته ورسېد، او د رايې شمېرنې بهير پيل شوى. -- سره له دې چې د رايو په ځينو مرکزونو کې رايې پاڼې ختمې شوې او ځينو مرکزونو ته نورې پاڼې ورولېږدول شوې خو د رايې اچونې موده ونه غوځول شوه. -- په داسې حال کې چې ټينگ امنيتي تدابير نيول شوي وو ميليونونه افغانان د رايو مرکزونو نه د باندې په اوږدو ليکو کې ولاړ و او د خپل نوبت انتظاريې کاوۀ. -- افغان ولسمشر حامد کرزي ارگ ته نژدې د رايو په يوۀ مرکز کې خپله رايه وکاروله او پر خلکو يې غږ وکړ چې په خپل لاس د خپل هېواد برخليک وټاکي ښاغلي کرزي وويل "ستاسو رايه د افغانستان ښې راتلونکې، ښه حکومت او يوۀ ښه ژوندانه ته لاره پرانيزي." -- ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند اشرف غني احمدزي د پلازمېنې کابل په حبيبيې ليسې کې رايه واچوله او له رايې اچونې وروسته يې وويل " زه قانون ته غاړه ږدم او هیله لرم ډاکټر صاحب عبدالله هم ورته کار وکړي." -- د ښاغلي غني سيال ډاکټر عبدالله عبدالله هم خپله رايه د کابل په استقلال ليسه کې وکاروله. ښاغلي عبدالله وويل د درغلۍ له لارې ترلاسه شوې ان يوه رايه هم نه غواړي او زياته کړه چې که بريالى شي نو د ټولو په گډون به حکومت جوړوي. -- له ټينگو امنيتي تدابيرو سره سره د افغانستان له بېلابېلو برخو نه د تاوتريخوالي ځينې خبرونه راورسېدل خو چارواکي وويل داسې نه دي چې د ټاکنو بهير دې گډوډ کړاى شي. -- د اشرف غني احمدزي د ټاکنيزې ډلې وياند حميدالله فاروقي بي بي سي ته وويل دوى داسې اسناد تر لاسه کړي چې په ځينو ولايتونو کې امنيتي ځواکونو په تاکنو کې لاسوهنه کړې. -- د ولسمشريزو ټاکنو دواړو مخکښو نوماندانو ژمنه کړې چې د فساد پر ضد به مبارزه کوي او له لوېديځ سره به د اړيکو د ښه کولو لپاره گام واخلي. --- دا د افغانستان په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې واک په سياسي ډول له يوۀ ولسمشر نه بل ولسمشر ته په سوله ييز چاپيريال کې لېږدول کېږي -- په افغانستان کې شاوخوا ۱۲ ميليونه کسان د رايې کارولو وړ بلل شوي او دغو کسانو د رايې ورکولو په شاوخوا ۶۰۰۰ مرکزونو کې خپلې رايې وکارولې. - BBC, http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/06/140614_afghan_election_turnout.shtml

0 Comments:

Post a Comment

<< Home