Saturday, May 17, 2014

طلوع تلویزیون د خپل تعصب توجیه کولو ته اړ شو --- د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له رئیس ضیا الحق امرخېل سره د طلوع تلویزیون پر مرکې د خلکو له سخت غبرګونه وروسته دا تلویزیون مجبوره شو چې د هغې قومي او ژبنۍ کرکې په اړه، چې دا تلویزیون یې له کلونو راهیسي خپروي، د توجیه کولو هڅه وکړي. -- طلوع تلویزیون، چې له کلونو راهیسي په افغانستان کې قومي او ژبني تعصبونه خپروي، د پنجشنبې په ماښام د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس ضیا الحق امرخېل په دې تورن کړ چې متعصب دی ځکه چې د دوی پوښتنې ته په فارسي ژبه ځواب نه وايي. -- امرخېل په خورا زغم ورته وویل چې پښتو یې مورنۍ ژبه ده او په خپله ژبه په اسانه او راحت ځواب ویلی شي. -- د طلوع تلویزیون دې علني تعصب د افغانانو عکس العملونه وپارول، د انترنټ په ټولنیزو شبکو کې په زرګونو عکس العملونه څرګند شول. دوی ویلي چې که په مورنۍ ژبه خبرې کول جرم وي نو ولي تاجکان په پښتو خبرې نه کوي، ولي تاجک چارواکي او سیاستوال له رسنیو سره د خبرو په مهال پښتو پوښتنې ته په فارسي ځواب وايي او ولي پښتانه دوی په تعصب نه تورنوي. -- یو شمېر نورو بیا پښتانه چارواکي، شخصیتونه او سیاستوال ملامت کړي چې د طلوع او یک په شان له متعصبو او تعصب خپبروونکو تلویزیونونو سره، چې د افغانستان ملي ترمینالوژي نه مني، مرکې کوي. -- یو شمېر کسانو مثالونه هم وړاندې کړي او ویلي یې دي چې د تعصب خپروونکو تلویزیونونو یوه څرګنده نښه دا ده چې د پوهنتون په شان کلمې نه استعمالوي خو د مکتب او لېسې له کلمو سره، چې یوه عربي او بله فرانسوي ده، له ګڼو نورو غیرایراني اصطلاحاتو سره حساسیت نه لري. -- طلوع تلویزیون هم د خلکو حساسیت درک کړ او نن یې د هماغه ویندوی په خوله، چې امرخېل یې د خپلې ژبې په ویلو مجرم بللی و، توجیه وړاندې کړه او هڅه یې وکړه چې خلکو ته وښيي چې طلوع متعصب او تعصب خپرونکې رسنۍ نه ده. - تاند - http://www.taand.com/archives/25231

0 Comments:

Post a Comment

<< Home