Monday, May 26, 2014

.اوباما: افغانستان کې خپله روانه جګړه پای ته رسوو --- امریکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته د یوه ناڅاپي سفر پر مهال ژمنه کړې، چې په دغه هېواد کې به خپله روانه جګړه پای ته ورسوي. -- نوموړي په باګرام پوځي اډې کې امریکايي پوځیانو ته د خپلې وینا پر مهال وویل، چې د امریکا جګړه ییز ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه ووځي. -- ' په تاسې کې به د ډېرو لپاره دا په افغانستان کې د ګومارنې وروستی پړاو وي. او د روان کال تر پایه به د لېږد بهیر بشپړ شي. افغانان به د خپل امنیت مسولیت پر غاړه واخلي او زموږ جګړه ییز ماموریت به پای ته ورسيږي. په افغانستان کې به د امریکا جګړه په مسولانه ډول پای ته ورسيږي.' -- نوموړي همداراز زیاته کړه، چې د افغانستان د راتلونکي ولسمشر لخوا له امریکا سره د امنیتي سند د لاسلیکېدو په صورت کې به امریکا له دغه هېواد سره خپله ژمنتیا روانه وساتي. -- ښاغلي اوباما په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته لاړ او په بګرام کې یې امریکايي ځواکونو ته وینا وکړه. -- ښاغلي اوباما خپله وینا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له قوماندان جنرال ډانفورد او امریکا د سفیر جیمز کنینګهم نه په مننې پیل کړه. -- ولسمشر بارک اوباما امریکايي ځواکونو ته په وینا کې وویل "زه د دې لپاره دلته راغلی یم چې له تاسو نه مننه وکړم." -- هغه امریکايي ځواکونو ته وویل هغه پوځیان چې دلته په افغانستان کې ماموریت ترسره کوي ښايي په دې ښه پوه نه شي چې په امریکا کې څومره یادېږي. -- ولسمشر اوباما وویل زه د همدې لپاره راغلی یم چې تاسو ته ووایم چې کله خبره ستاسو د ملاتړ شي نو ټول امریکایان ستاسو او ستاسو د کورنیو ملاتړ کوي. -- ولسمشر اوباما وویل دا د امریکايي ځواکونو لپاره د ویاړ خبره ده چې په لومړي ځل افغان امنیتي ځواکونو چې په خبره یې امریکايي ځواکونو روزلي دي د خپل امنیت ساتلو واګي په خپلو لاسونو کې واخیستې. -- هغه وویل زموږ جګړه ییز ماموریت به د روان کال تر پایه پای ته ورسېږي او د ملاتړ په ماموریت به بدل شي. -- د امریکا ولسمشر په نیویارک کې د سپتمبر د یولسمې نیټې د ترهګرو بریدونو په یاد جوړ شوي موزیم یادونه وکړه او امریکايي پوځیانو ته یې وویل "تاسو په دې خاطر دلته راغلي یاست چې د سپتمبر د یولسمې نیټې په څیر د نورو ترهګرو بریدونو مخنیوی شوی وي." -- ښاغلي اوباما افغانستان یو خطرناک ځای وباله امریکايي پوځیانو ته یې په خبرو کې وویل ستاسو د قربانیو او حضور له امله دلته ډېر پرمختګ شوی دی. -- ولسمشر اوباما د بېلګې په توګه د افغانستان د ټاکنو لپاره د خلکو نوم لیکنه یاده او ویې ویل چې له ټولو ګواښونو سره سره افغانانو د رایې اچونې لپاره خپل نومونه ولیکل او رایې یې ورکړې. -- افغانستان ته ولسمشر بارک اوباما په داسې حال کې سفر کوي چې په پام کې ده سبا (دوشنبه د غبرګولي په پنمځه) د هغو امریکايي پوځیانو یاد غونډه جوړه شي چې په افغانستان کې د ماموریت پرمهال وژل شوي دي. -- ولسمشر بارک اوباما وویل سره له دې چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه به په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورسېږي خو امریکا به له افغانستان سره د افغان ځواکونو د روزنې او القاعده شبکې په ځپلو کې همکاره پاتې شي. -- امریکا غواړي چې خپل یو شمېر پوځیان په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په موخه له ۲۰۱۴ کال وروسته هم پرېږدي خو دا د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په لاسلیک کېدو پورې اړه لري. -- ولسمشر حامد کرزي تر اوسه د یو لړ دلایلو له امله د دې تړون له لاسلیکولو ډډه کړې. -- ولسمشر بارک اوباما وویل هیله من دی چې دا تړون د افغانستان له نوي ولسمشر سره لاسلیک کړي او په دې توګه له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. - BBC

0 Comments:

Post a Comment

<< Home