Friday, May 30, 2014

د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر له افغانستانه د امریکایي پوځیانو پر ایستلو سخت انتقاد وکړ --- د امریکا د متحد ایالتونو پخوانی مرستیال ولسمشر دیک چیني له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پریکړه وغندله او ویې ویل چې بارک اوباما ډیر کمزوری ولسمشر دی. -- دیک چیني فاکس نیوز تلویزیوني چاینل ته وویل چې اوباما په دې نه پوهیږي چې امریکا په نړۍ کې څه ډول تګلاره ولري او د ده دا پریکړه چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه به ټول امریکایي پوځیان له افغانستانه وځي یوه احمقانه پریکړه ده. -- دیک چیني زیاته کړه چې ده په خپل ژوند کې په امریکا کې دومره کمزوری ولسمشر نه دی لیدلی لکه بارک اوباما. -- اوباما د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وینا وکړه او ویې ویل چې ټول محارب ځواکونه به روان کال له افغانستانه وباسي او ۹۸۰۰ عسکر به یې تر ۲۰۱۶ کال پورې په افغانستان کې پاتې شي. د اوباما له پریکړې سره سم د دغو پاته کیدونکو پوځیانو نیمایي به د راتلونکي میلادي کال تر پایه له افغانستانه وایستل شي او نور به یې بیا بل کال افغانستان پریږدي. د اوباما له پروګرام سره سم به په ۲۰۱۷ کال کې شاوخوا ۱۰۰۰ امریکایي عسکر بیا هم په افغانستان کې وي چې د امریکا سفارت او ځیني نور تاسیسات به ساتي، خو هغه وخت به امریکایي ځواکونه د افغانستان له ټولو پوځي اډو وتلي وي. -- د امریکا د جمهوري غوښتونکي د ګوند غړي او پخواني مرستیال ولسمشر وویل، اوباما ته پکار و چې سلامشوره وکړي څو یو شمیر امریکایي پوځیان په افغانستان کې تر ۲۰۱۶ کال وروسته هم پاتې شي. د دیک چیني په باور د اوباما پریکړه عاقلانه نه ده او خپل ولس ته داسې ښکاروي چې هغه کمزوری دی. دیک چیني بیا وویل چې امریکا باید په نړیواله کچه خپلې ژمني ترسره کړي او اوباما داسې نه کوي. -- دیک چیني بیا وویل، اوباما داسې پریکړه کړې ده لکه ده چې د سپتمیر یولسمه بیخي لیدلې نه وي او یا یې هیره وي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home