Thursday, April 10, 2014

فیننشل ټایمز -- اشرف غني بې له کوم شکه د فغانستان راتلونکی ولسمشر دی --- دبریتانیا فیننشل ټایمز معتبرې ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي، سره له دې چې د شنبې د ورځې د انتخاباتو د رای شمېرلو په بهیر کې ځیني ستونزې شته خو په دې کې هیڅ شک نشته چې اشرف غني احمدزی به د افغانستان راتلونکی ولسمشر وي. -- فیننشل ټایمز وايي، درایو په اړه یو شمېر مسایل لا څرګند نه دي او دا هم معلومه نه ده چې په افغانستان کې به دلومړي ځل لپاره دیموکراتیک واک لېږد شفاف وي خو له دې سره سره اکثره خلک باور لري چې ښاغلی غنی غالباً دافغانستان نوی ولسمشر دی. -- ورځپاڼه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو او ورپسې ستونزمن پړاو ته، چې په اثر به یې په افغانستان کې د لوېدیځوالو پوځي رول او مالي پانګونه کمه شي، د ښاغلي غني راتلونکو ستونزو ته اشاره کوي او وايي که نوموړي دغو ستونزو ته اوږه ورکړه نو دا به لوی تحول وي. -- دفیننشل ټایمز دراپور له مخې، د یوه بهرني هیواد یوه حکومتي چارواکي، چې ښاغلی غني له کلونو راهیسي پېژني، وویل:«ده هیڅوک نه دي وژلي، پیسې یې نه دي غلا کړي او ډېر ارژتمن شخصیت دی. زما په نظر اشرف غني هغه څوک دی چې دا هیواد (افغانستان) ورته اړتیا لري.» -- ښاغلی غني او د ټیم ملګري یې وايي چې د انتخاباتو له ابتدايي پایلو داسي ښکاري چې خلکو په تېره بیا په ښاري سیمو کې زیات ګډون کړی خو د رای ورکولو په یو شمېر مرکزونو کې رایپاڼې کمې شوي او په یو شمېر ولسوالیو کې، چې امنیتي ځواکونو له وسله والو مخالفانو سره نښته کړې، د رای ورکولو مرکزونه ژر بند کړای شوي دي. -- دفیننشل ټایمز په باور داسي ښکاري چې د اشرف غني احمدزي په بري کې نه یوازې تواضع او د وینا قوت مرسته کړې بلکې د ګڼ شمېر افغان رای ورکوونکو په منځ کې دې احساس هم ورسره کومک کړی چې دتاریخ په دې پړاو کې افغانستان یو ه غښتلي او کارزماتیک شخصیت ته اړتیا لري چې د تېرو کلونو شخړې او کړکېچونه شاته پرېږدي. -- فیننشل ټایمز لیکلي، سره له دې چې ځیني خلک وايي چې اشرف غني ژر عصبي کېږي خو ده ویلي په بریالیتوب به مغروره نه شي او دا حوصله لري چې په قومي او سیمه ییزو شخړو کې ښکېل افغانان سره یو لاس کړي. -- ده ویلي:«زه له ځوانانو یا ښځو یا د دې پېچلې ټولنې له هرې بلې پرګنې سره خبرې کولی شم ځکه چې ما خپله کورنۍ دنده بشپړه کړې ده.» -- More, Ashraf Ghani displays winning swagger after Afghanistan pollclose by Michael Peel, at: FT.com

0 Comments:

Post a Comment

<< Home