Friday, April 04, 2014

اشرف غني ولسمشر کرزی ددیموکراتیک واک لېږد دامکان په برابرولو وستایه --- دافغانستان دولسمشرۍ مخکښ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي ولسمشر حامد کرزی په دې وستایه چې دلومړي ځل لپاره یې په هیواد کې په دیموکارتیکه بڼه دواک لېږدولو امکان برابر کړی دی. داسوشیتید پریس خبري آژانس دراپور له مخې اشرف غني احمدزي نن ددې خبرې دکولو ترڅنګ وویل، که ولسمشر غوره شو نو حامد کرزي ته به دسلاکار او یوه مشر رول ورکړي. اشرف غني احمدزي دولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو تر انتخاباتو دوې ورځې مخکې له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په یوه مفصله مرکه کې وویل:«ولسمشر کرزي په خورا سختو شرایطو کې واک ترلاسه کړ او دی دافغانستان په پنځه زره کلن تاریخ کې لومړنی کس دی چې په خپله خوښه له اساسي قانون سره سم دخلکو له لوري ټاکل کېدونکي ولسمشر ته واک سپاري.» اشرف غني همداراز وویل:«که زه ولسمشر شوم، په دې به وویاړم چې حامد کرزی مشورې راکړي او یو ځانګړی دفتر به ورته پرانیزم چې د هیواد لومړنی منتخب ولسمشر پکې دملي او نړیوالو چارو په برخه کې پرېکړه کولی شي.» -- اسوشیتید پریس خبري آژانس وايی چې ۶۴ کلن اشرف غني احمدزی دولسمشرۍ داتو کاندیدانو په منځ کې یو له هغو مخکښانو شمېرل کېږي چې درایو اکثریت به ترلاسه او ولسمشر غوره شي. عبدالله عبدالله او زلمی رسول دوه نور مخکښ کاندیدان دي. اسوشیتید پریس خبري آژانس وايي، ډېری کارپوهان شک لري چې په لومړي پړاو کې دې کوم کاندید اکثریت (پنځوس جمع ۱) رایې ترلاسه کړای شي نو غالباً به انتخابات دوهم پړاو ته ووځي. خو اشرف غني احمدزي بل پړاو ته دانتخاباتو دځنډېدو احتمال تر وخت مخکې اټکل وباله. -- احمدزي همداراز وویل چې سیاسي پروسې ته دطالبانو دراوستلو لپاره دسولې دخبرو ملاتړ کوي، خو ده ټینګار وکړ چې دطالبانو دتشدد دمخنیوي تر ټولو ښه او اسانه لار دا ده چې حکومتوالي بهتره کړای شي او خلکو ته عامه خدمات برابر شي. ده همداراز وویل، دتشدد له لارې پر خلکو دخپلې خوښې منل سم کار نه دی:«کله چې موږ حقیقي سولې ته، چې حاضر یوو د هغې بیه ورکړو، شرایط تیار کړو، فکر کوم په داسي صورت کې به طالبان یا له سیاسي بهیر سره یوځای شي او یا به ورټل شي ځکه چې دا به داسي حکومت نه وي چې دوی منزوي کولی نه شي، دا به خلک وي چې پرېکنده اقدام به کولی شي.» ده دا هم وویل چې هیڅ بل کاندید حاضر نه شو چې له ده سره داقتصاد په اړه تلویزیوني مناظره وکړي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home