Monday, April 21, 2014

دافغانستان بشري حقونه په ایران کې دافغانانو اعدام په کلکه غندي --- په ایران کې دافغانونو پرله پسې اعدامولو دافغانستان دبشري حقونو دسازمان زغم پای ته رسولی. دغه کار په افغانستان کې دننه دایراني چارواکو په اړه منفي لید لوري رامنځته کړي. دافغانستان دبشري حقونو دسازمان مشر لعل ګل لعل له آزادي راډیو سره په خبرو کې دافغانانو داعدام له کبله په کلکه پر ایراني چارواکو انتقاد وکړ. بل خوا دتخار دوالي ویاند سنت الله تیمور وایي، چې ددغه ولایت شپږ تنه اوسیدونکي په ایران کې اعدام شوي، خو دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت داعدام شویو کسانو شمېر څلور تنه یادوي. -- ددغه وزارت ویاند شکیب مستغني پرون آزادي راډیو ته ویلي وو چې دغه افغانان دسه شنبه په ورځ په اصفهان کې اعدام شوي دي. دښاغلي مستغني په خبره پر دغو افغانانو دمخدره موادو دقاچاق تور و. دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت وایي، څو ځله یې په دې اړه خپله اندیښنه له ایراني چارواکو سره شریکه کړې ده. دغه وزارت له ایران څخه غوښتي چې دافغانانو داعدام سزا عمري بند ته راکښته کړي. خو دافغانستان دبشري حقونو دسازمان مشر وایي، ددغو ستونزو ریښه باید په جدیت سره و څیړل شي. -- لعل ګل لعل دغه راز له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په ایران کې دافغانانو داعدام موضوع دخپلو کارونو په سر کې و ارزوي. تردې وړاندي هم په ایران کې دمخدره موادو دقاچاق په تور دلسګونو افغانانو داعدام راپورونه ورکړل شوي دي. اعدام شوي افغان له بیلابیلو ولایتونو لکه هرات، نیمروز او تخار اوسیدونکي ښودل شوي دي. افغان چارواکو هم وړاندې منلې وه چې زرګونه افغانان په ایران کې بندیان دي چې ویل کیږي، سلګونه تنه یې دمخدره موادو دقاچاق په تړاو تورن دي. دبشري حقونو مدافع ټولنې دا مني چې په ایران کې عدالت ته دلاسرسي په برخه کې دافغانانو حقونه نقض شوي او پر دوی له مدافع وکیل پرته داعدام حکمونه شوي دي. - دآزادی رادیو

0 Comments:

Post a Comment

<< Home