Tuesday, April 15, 2014

تاند -- د ټاکنو کمیسیون باندې شدید فشارونه --- د ټاکنو او شکایتونو کمیسیونونو ته د نږدې سرچینو له خولې خبر شوم چې د نظار شورا او د ډاکټر عبدالله عبدالله پورې اړوند مشهورو کسانو د دواړو کمیسیونونو په چارواکو او کارکوونکو فشارونه زیات کړي، څو هغه رايې چې په اړه يې ښکاره شواهد موجود دي قرنطین یا هم باطلې نه کړي. -- د ټاکنو کمیسیون کې د ډاکټر عبدالله پلوي دوه تنه کمیشنران په ډېرې سپین سترګۍ ددغه کمیسیون د کمیشنرانو په جلسه کې د تقلبي رایو نه دفاع کوي او د هغو رایو د باطلیدو مخه نیسي، چې په اړه يې ښکاره اسناد او شواهد موجود دي. که د کمیسیون کمیشنران داسې شخصي، عقدیي، ژبنیو او تنظیمي مسالو ته کش ورکړي دا اداره به دمسلکي توب پرځای په یوې تنظیم پلوې ادارې بدله شي. -- ویل کېږي دا کمیشنران د مارشال په فرمایش مقرر شوي و، چې یو يې برمک او بله يې لیلا احراري نوميږي. دوی حتا په داسې حال کې لیدل شوي چې د کمیشنرانو د غونډې پر مهال يېډاکټر عبدالله سره مسیجونه تبادله کول او ددغې مهمې ادارې له رازونو او هلته د نیول شويو تصامیمو نه يې شیبه په شیبه خبر ساتي. دا د ټاکنو کمیسیون په څير یوې ملي ادارې ته چې د اوسني نظام او ډیموکراسۍ ممثله اداره ده د شرم ځای دی او په دې خبره د کمیسیون اکثره لوړ پوړي چارواکي او کمیشنران خبر دي. --- سیستماتیک تقلب: - د افغانستان غوندې د درېیمي نړۍ په هیوادونو کې ټاکنې اکثره د تقلب سره ملګري وي، خو دا تقلبونه او درغلۍ کاندید ته د وفاداره افرادو، وړو ډلو او نږدې پلویانو له خوا کېږي. چې د افشا کېدو په صورت کې يې عاملان د قانون منګولو ته سپارل کېږي. خو سیستماتیک یا سازمانی شوی تقلب بیا یو ګوند، سازمان او خپله کاندید لاس لري په حکومتي اداره او د ټاکنو په کمیسیون او نورو اړونده ادارو کې د خپلو مشخصو افرادو په ګومارنې او هغوی د پیسو او نورو لارو دې ته اړباسي چې ددوی په ګټه تقلب وکړي. د سازماني یا سیستماتیک تقلب سزا په قانون کې ډېره درنه ده او که ثابته شي حتا هغه کاندید چې دا کار کړی وي محاکمې ته راکش کېدای شي. د باوري سرچينو د معلوماتو له مخې د عبدالله د تقلبي رايو شمېر تر يو ميليون اوړي. -- په اوسنیو ټاکنو کې د عبدالله په ګټه د سازماني تقلب مشري د ټاکنو د پخواني رییس فضل احمد معنوي په غاړه وه. مولانا معنوي د خپل شناخت او رسوخ له امله د ټاکنو د کمیسیون په کارکوونکو فشارونو راوستي او د شمالي ولایتونو ولایتي مسولین چې تر ډيره د معنوي د بانډ خلک دي د هغوی په مرسته یې پراخ تقلب ته لار اواره کړې ده. ښاغلیمعنوي چې په تقلب او ټاکنو کې تجربه لري دا ځل یې د ټاکنو ډيری مامورین په پيسو اخیستي دي. هغه اکثره پولیس، ملي امنیت او ملي اردو کسان چې د پنچشیریانو پورې تړلي په دیری ولایتونو کې مستقیما دعبدالله په ګټه صندقونه ډګ کړي دي او د کمیسیون کارکوونکي یې ګواښلي چې ښه ثبوت یې په میدان وردګو کې د هزاره میشتو په ځایونو کې د کمیسون کارکونکو وهل دي. دغه شان په ننګرهار او کنړ کې هم د ملي اردو افسرانو له خوا د تقلب پیښې ثبت شوي دي چې د عبدالله په ګټه يې کار کاوه. حتا د کابل په ځينو ناحیو کې د ملي امنیت کارکوونکي لیدل شوي او د ټاکنو مشاهدینو او ناظرینو يې په اړه رپوټونه ورکړي چې هڅه يې کوله د عبدالله په پلوۍ تقلب وکړي یا د ټاکنو په ورځ به يې په محلونو کې په خورا سپین سترګۍ له خلکو غوښتل چې عبدالله ته رایه ورکړي. -- په دې اړه د ټاکنو او شکایتونو له کمیسیونونو سره ګڼ شواهد هم شته، زموږ هیله له ولسمشر کرزي داده چې د ټاکنو کمیسیون پريږدي چې د قانون سره سمې خپلې رايې وشماري او هغه چې د تقلب رايې دي که هغه د هر کاندید وي باطلي دي کړي. د مدني ټولنې له فعالانو او نورو مستقلو اشخاصو هم هیله ده چې دا مساله جدي ونیسي. ځکه زموږ خلکو په ډېرو سختو شرایطو کې خپله رایه استعمال کړه اوس چې د هغې ځای خیالي او تقلبي رايې نیسي دا به په هیواد کې یو لوی بحران ته لار هواره کړي.

0 Comments:

Post a Comment

<< Home