Sunday, March 09, 2014

ولسمشر کرزي دمارشال محمد قسیم فهیم مړینه یوه لویه ضایعه وبلله --- جمهور رئیس حامد کرزي په یوه ویډیویي پیغام کې دخپل لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم مړینه یوه لویه ضایعه وبلله او ویلي یې دي چې، هغه په هېواد کې سوله امن او ملي یووالی غوښت. ښاغلي کرزي په دې پیغام کې دافغانستان خلکو او دقسیم فهیم کورنۍ ته تسلیت ویلی دی. ولسمشر کرزی وايي چې قسیم فهیم په مهمو مسایلو کې تل دافغانستان دخلکو دګټو په پلوۍ ولاړ و. -- محمد قسیم فهیم دیکشنبې په ورځ داوه پنځوس کلونو په عمر دورپیښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه. دافغانستان ملي تلویزیون راپور ورکړ چې هغه دزړه سکته کړې. قسیم فهیم په دې وروستیو کلونو کې دشکرې له ناروغۍ هم ډېر ځورېده. دافغانستان جمهوري ریاست ویلي چې دنوموړي دمړینې له امله به ددوشنبې له ورځ تر چهارشنبې پورې په هېواد کې ملي ماتم وي او ملي بیرغ به نیم ځوړند وي. -- داطلاعاتو او فرهنګ وزیر سیدمخدوم رهین هم دملي تلویزیون له لارې له ټولو رسنیو وغوښتل چې په خپلو خپرونو کې ددې ملي ماتم درناوی وکړي: مارشال فهیم دعبدالمتین زوی اوپه ۱۹۵۷ میلادي کال کې په پنجشیرکې زیږدلی و. دی داحمد شاه مسعود له ملګرو څخه وو او پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد دیرغل پرمهال جهاد کې یې برخه درلوده. هغه دکابل له عربي دارالعلوم څخه فارغ شوی و. نوموړی دافغانستان ددفاع وزیر هم پاتې شوی و او ولسمشر کرزي ورته دمارشالۍ رتبه ورکړه. دوزیرانو شورا ددرارالانشا او دچارو اداره وايي چې، ولسمشر دهغه دجنازې او تدفین لپاره یو کمیسیون ټاکلی دی. -- دیکشنبې په ورځ په کابل کې دقسیم فهیم کور ته یو شمېر جګپوړي چارواکي، خلک او دجمهوري ریاست ځینې کاندیدان دغمرازۍ لپاره ورغلي وو. دافغانستان یو شمېر جګپوړو چارواکو، سیاسي شخصیتونو او دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو دعمومي منشي ځانګړي استازي په بیلو بیلو پیغامونو کې دهغه په مړینې غمرازي ښودلې ده. - دآزادی رادیو

0 Comments:

Post a Comment

<< Home