Wednesday, March 05, 2014

قیوم کرزی: زلمي رسول ته دهیواد دګټو له خاطره تېر شوم --- د افغانستان ولسمشري د ټاکنو کاندید قیوم خان کرزي د یوه بل نوماند زلمي رسول په وړاندي‌ له خپلي کاندیداتوري نه لاس واخیست، ښاغلي کرزي خبریال ډاټ کام ته وویل چې دا کار یې دهیواد او خلکو دګټي‌لپاره کړی دی . نوموړی وايي چې دده ټوله ټیم او رایه ورکوونکي‌ به په مکمل ډول د ښاغلي رسول سره ملاتړي‌او کار کوي . -- قیوم کرزي‌ خبریال ډاټ کام ته په تلیفوني اړیکه کې وویل چې ښاغلی وردګ هم دې ته چمتو شوی چې دزلمي رسول په وړاندي‌له کاندیدا توري‌ څخه لاس واخلي‌. ښاغلی وردګ او ټوله ټیم به سبا دورځي‌لس بې د افغانستان پروخت په یوه غونډه کې اعلان کوي‌. -- قیوم کرزی چې د حامد کرزي مشر ورور او په افغانستان کې زیات نفوذ لري‌ له خپلي کاندیدا توري‌لاس په سر کېدل دهیواد ، سولي‌او پرمختګ لپاره یو ستر ګام بولي . -- نوموړی خبریال ډاټ کام ته وویل چې دزلمي رسول او دده دټیم ټوله برنامه یوه ده ، دوی به اوس په ګډ ه هڅه کوي‌چې دا برنامه پلې کړي . قیوم کرزی وايي چې دزلمي رسول ملاتړ یې ځکه وکړ چې د سولي ،اقتصاد ، بیارغاونې او پرمختګ ټول اړخونه د دواړو ټیمونو ترمینځ برابر دي . -- ښاغلي‌ کرزي‌له خپلو ملاتړ کوونکو او رایه ورکوونکو نه وغوښتل چې خپله انرژي د زلمي رسول لپاره وکاروي ،دی وايي چې زلمی رسول د افغانستان او خلکو لپاره یوه لویه شتمني‌ده او هیواد وال ورباندي‌راغونډېدلای شي . - خبریال ډاټ کام

0 Comments:

Post a Comment

<< Home