Thursday, March 13, 2014

دافغانستان له پاره دآلمان دمرستو نوې ستراتيژي اعلانيږي --- آلمان غواړي په افغانستان کي خپلي پراختيايي مرستي له اداري فساد سره دمبارزې او ښووني او روزني په برخو کي تمرکزي کړي. اداري فساد اوس هم په افغانستان کي ستره ستونزه ده. آلمان دپراختیايي چارو وزير گرد مولر، دچهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال دمارچ مياشتي ۱۲) په برلين کي وويل چي په افغانستان کي اوس هم اداري فساد «ستره ستونزه ده.» دهغه په خبره ديوې ښې حکومت والۍ له پاره بايد تلاش وسي. دآلمان دپراختيايي چارو وزارت نن چهارشنبه په برلين کي په يوه دوه ورځني نړيوال کنفرانس کي له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۷ کاله پوري له افغانستان سره دمرستو نوې ستراتيژي وړاندي کوي. په دغه کنفرانس کي دافغانستان دماليې وزير عمر زاخېلوال هم گډون کوي. -- دغه پلان تر ډېره ځايه له افغانستان څخه دناټو ځواکونو تر وتلو وروسته دپراختيايي همکاريو دتنظم له پاره جوړ سوی دی. آلمان دپراختيايي چارو وزير وويل: «ايساف ځي او موږ پاتيږو. موږ به دافغانانو داعتماد وړ همکاران پاته سو.» دآلمان دپراختيايي چارو وزارت دمعلوماتو له مخي دغه وزارت له افغانستان سره دخپلو مرستو په نوې ستراتيژي کي ډيري پيسي دکرهڼي په برخه کي کار کوولو ته ځانگړي سوي دي. دغه راز به د«ښووني او روزني» برخي ته هم ډېره پاملرنه وسي. -- آلمان غواړي په ځانگړې توگه دافغانستان په شمال کي خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړي. په پلان کي ده چي دروان مېلادي کال تر پايه پوري به له افغانستان څخه ټول بهرني جنگي عسکر ووځي. آلمان غواړي چي تر۲۰۱۶مېلادي کاله پوري دپراختیایي مرستو په برخه کي هر کال له افغانستان سره ۴۳۰ میلیونه یورو مرسته وکړي. دغه پیسې باید دکرهڼي، اوبو او انرژۍ دتامین، زده کړو او روغتیايي خدماتو په برخه کي مصرف سي. -- دآلمان حکومت دافغانستان په شمال کي دنوو ولایتي روغتونونو او همداشان په لیري پرتو کليو او بانډو کي دنورو روغتيايي مرکزونو په رامنځ ته کولو کي پانگونه کړې ده. تر۲۰۱۷مېلادي کاله پوري په اهدافو کي دنرسانو دروزني ترڅنگ دپولیو یا گوزڼ ناروغۍ له منځه وړل هم شامل دي. - دویچه ویلی

0 Comments:

Post a Comment

<< Home