Saturday, March 01, 2014

تاند -- دعبدالله پلویانو دکابل لوبغالي ته دیو ملیون ډالرو په ارزښت زیان اړولی --- دافغانستان دالمپیک دکمېټې ځینو غړیو او یو شمېر ورزشکارانو شکایت وکړ چې پرون په کابل لوبغالي کې دعبدالله عبدالله دانتخاباتي کمپاین په لړ کې دده پلویانو دا ستدیوم سخت زیانمن او چټل کړی دی. خو له عبدالله عبدالله سره دنژدې اړیکو دلرلو له کبله دالمپیک کمېټې مشران نه غواړي چې رسماً اعتراض وکړي یا تاوان وغواړي. دورزشکارانو په وینا دلوبغالي ډېرې چوکۍ، پنجرې او نور وسایل مات شوي دي. -- په همدې حال کې ورزشکاران وايي چې دښاغلي عبدالله دکمپاین په خاطر لږترلږه دوې ورځې له لوبو او تمرینه پاتې شوي دي. ورزشکارانو غوښتنه وکړه چې نور دې هیڅ کاندید ته اجازه نه ورکول کېږي چې په لوبغالو کې انتخاباتي کمپاین وکړي. دالمپیک دملي کمېټې یوه غړي تاند ته وویل چې دعبدالله پلویانو دکابل غازي لوبغالي ته دیو ملیون ډالرو په ارزښت زیات اړولی دی. -- دکابل غازي لوبغالی دوه کاله پخوا دناټو پوځیانو له لوري په یو ملیون ډالره ترمیم شو. وروسته پنځه لکه ډالره ددې لوبغالي پر چوکیو، کړکیو او فلزي پنجرو ولګول شوې خو دپنجشنبې په ورځ دعبدالله عبدالله پلویانو، چې دکابل له بېلابېلو سیمو او دغه راز پروان او پنجشېر څخه راغلي ول، هم چوکۍ او هم نور وسایل ویجاړ کړل. -- دعبدالله عبدالله دانتخاباتي کمپیان غړیو منلې چې ددوی کسانو لوبغالي ته زیان اړولی دی خو ویلي یې دي چې دوی کرایه ورکړې ده. دعبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین غړي عبدالرحمن اوریا وویل چې دوی په لوبغالي کې دغونډې دکولو په خاطر پیسې (کرایه) ورکړي دي.

0 Comments:

Post a Comment

<< Home