Thursday, February 20, 2014

نیکزاد: رسنۍ باید دانتخاباتي مبارزو اړوند، خپرونو کې توازن په پام کې ونیسي --- دافغانستان دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون درسنیو کمیسیون له ټولو رسنیو وغوښتل چې، دانتخاباتي مبارزو اړوند، خپرونو کې بې طرفي او توازن په پام کې ونیسي. ددې کمیسیون چارواکو دچهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، رسنۍ دې هڅه وکړي چې دجمهوري ریاست دکاندیدانو په مناظرو کې، ټولو کاندیدانو ته یوشان برخه ورکړي. فیفا یا دافغانستان دآزادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ هم دا مساله مهمه بولي او وایي، رسنۍ باید په دې برخه کې دژورنالیزم اصول په پام کې ونیسي. دافغانستان دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون درسنیو کمیسیون یوځل بیا پرټولو رسنیو غږ وکړ چې، دانتخاباتي مبارزو اړوند خبرونو، راپورونو، مناظرو او مرکو کې دې، بشپړه بې طرفي مراعات کړي. -- ددې کمیسیون رئیسې فریدې نیکزاد دچهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، رسنۍ باید هڅه وکړي چې دجمهوري ریاست دکاندیدانو دمناظرو په تنظیمولو کې ټولو کاندیدانو ته برابر حق ورکړي: "موږ له خپلو رسنیو هیله لرو، چې دتصویب شوې لایحې سره سم عمل وکړي او بې پرې اوسي. ځیني رسنۍ مو ولیدې چې په مناظرو کې یي یو شمېر کاندیدان ځانګړي، هیله ده ټولو کاندیدانو ته مساوي حق ورکړل شي. کوم کاندیدان چې په مناظرو کې یي تر اوسه برخه نه ده اخیستی باید مناظرې ورته تنظیم او خپرې شي." -- میرمن نیکزاد وویل، داین سایډ په نامه له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره تړون شوی چې دافغانستان په مرکز او ولایتونو کې درسنیو له خوا دانتخاباتي مبارزو په اړه، خپرونې څارل کېږي. دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون درسنیو کمیسیون چارواکو دا هم وویل، رسنۍ باید له کاندیدانو دا ژمنه واخلي چې په مناظرو او له دوي سره په مرکو کې، داسې موضوعګانې مطرح نه کړي چې، ژبني، قومي مذهبي او سیمې ییزې ستونزې وزیږوي. ددې کمیسیون چارواکو دا هم وویل، ټولو رسنیو ته په دې هکله لارښوونې شوي او هیله ده چې سرغړونې ترې ونه شي. - More, دآزادی رادیو

0 Comments:

Post a Comment

<< Home