Sunday, February 09, 2014

ولایتی شورا : نورستان ته دی لوړ رتبه هیت واستول شي --- د نورستان ولایت د ولایتی شورا یو شمیر غړو نن په پارون کی په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي خبریالانو ته وویل چی مرکزی دولت باید یاد ولایت ته یو لوړ رتبه هیت واستوي. -- یاد وکیلان وروسته له هغه رسنیو سره خبری کوي چي څو ورځي وړاندی د افغان دولت لخوا نورستان ولایتی اداری یو شمیر چارواکي د غنمو په اختلاص تورن شوي وه. -- د نورستان د ولایتی شورا مرستیال مولوی عبدالغفور وویل چی یو شمیر نورستانیانو ته غنم ویشل شوي او دوی یی په بدل کي په خپلو سیمو کي کلیوالي پروژي جوړي کړي. -- همدارنګه نوموړي وايي چي پاتي غنم تر اوسه نه دي ویشل شوي او لاهم شتون لري نوموړي وايي چي په یادو غنمو کي د اختلاص خبر یو سیاسی دسیسه ده چی دولت یی باید مخه ونیسي. -- بل پلو د ولایتي شورا بل غړی ډاکټر شمس اصیلزۍ یاد خبر د نورستان د والي تمیم نورستاني پر خلاف سیاسي دسیسه بولي او د دولت یاده کړنه غندي نوموړي له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه چي نورستان ته دی با صلاحیته هیت واستول شي تر څو رښتینۍ حقیقت ټولو هیوادوالو ته وړاندي شي. -- د یادولو وړ ده چي څه موده وړاندي د افغان دولت لخوا پریکړه شوي وه چي د نورستان والي د کلیو پراحتیا او استرار رئیس دندي وځنډول شي. -- یادي پریکړي د نورستان په ګڼو سیمو کي د خلکو غبرګونونه راوپارول او یاده کړنه یی په کلکه وغندله او له دولت څخه یی غوښتنه وکړه چي نورستان ته دی لوړ رتبه هیت واستول شي تر څو ریښتۍ واقیعتونه روښانه کړي. - خبریال زرداد شینواری - More, at: http://www.youtube.com/watch?v=d92SQb4m2LI&feature=youtu.be

0 Comments:

Post a Comment

<< Home