Monday, January 06, 2014

دبریتانیا دپوځ دوه پخواني چارواکي وايي، طالبان به بېرته ځینې سیمې لاندې کړي --- دبریتانیا دپوځ دوو پخوانیو چارواکو خبرداری ورکړ، سره له دې چې صدراعظم ډیوید کامرون په وروستیو کې اعلان وکړ چې دافغانستان ماموریت یې بشپړ شوی، خو کېدای شي دافغانستان دجنوب ځیني سیمې دطالبانو لاس ته ولوېږي. دبریتانیا دخاصو هوايي ځواکونو پخواني قومندان ریچارد ویلیمز پرون ټایمز ورځپاڼې وویل، په هلمند ولایت کې مخکې تر مخکې دطالبانو، افغان پوځیانو او سیاستوالو ترمنځ دهمکارۍ دزیاتېدو شواهد رابرسېره شوي دي. دفرانس پریس خبري آژانس دراپور له مخې ویلیمز ټایمز ورځپاڼې ته همداراز وویل:«ډېر به حیران شم چې که دهلمند راتلونکی والي له هغو کسانو سره ډېر نژدې نه وي چې موږ یې طالبان بولو.» ده دا هم وویل: «موږ به ناوړه حالت وروګرځو، او خلک به وايي چې موږ ماتې وکړه. زموږ نژدې پنځه سوه پوځیان ووژل شول، اکثره یې په هلمند کې وژل شوي، ددې ټولو په پای کې موږ هلمند بېرته دطالبانو خواخوږي والي ته وسپاره.» -- کامرون تېره میاشت هلمند ته دسفر په ترڅ کې بریتانیايي پوځیانو ته وویل چې په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت یې بشپړ شوی دی. دده پر څرګندونو سخت اعتراضونه وشول. بریتانیا چې د ۲۰۱۳ کال په لومړیو کې په افغانستان کې ۹۰۰۰ سرتېري لرل، حاضردمه یې پنځه زره دوه سوه سرتېري پاتې دي او په پام کې لري چې دسږ کال په پای کې ټول محارب سرتېري وباسي. ډیویډ ریچارډز، چې تر تېر کال پوري دبریتانیا دپوځ لوی درستیز و، په دې کې شک لري چې افغان امنیتي ځواکونه دې دنړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته حالات کنټرول کړای شي. دی وايي چې دمخالفانو په وړاندې دافغان امنیتي ځواکونو وړتیا به ژر کمزورې شي. ده همداراز وویل، په افغانستان کې داعتماد کمېدا به ددغه هیواد پر اقتصاد ویجاړوونکې اغېزې وشیندي او په دې توګه به دسخت دریځو زیاتېدو ته لاره اواره شي. - More, تاند - http://www.taand.com/archives/17000

0 Comments:

Post a Comment

<< Home