Tuesday, December 03, 2013

که تړون لاسليک نه سي ناټو هم مرستي بندوي --- دناټو لوړپوړي ديپلوماتان کواښ کوي چي که ولسمشر کرزی له امريکا سره امنيتي تړون لاس لیک نه کړي خپلي مرستي به ورباندي بندي کړي. دناټو دبهرنيو چارو وزيران دسه او چهارشنبې په ورځو پر دغي موضوع باندي په بروګسل کي ږغيږي. که افغان ولسمشر حامد کرزی له امريکا متحده ايالاتو سره دوه اړخيز امنيتي تړون لاس لیک نه کړي، ناټو به تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان ته هيڅ عسکر ونه لېږي او ددغه هيواد دلښکر او پوليسو له پاره په ميلياردونو ډالره ژمنه سوي پيسي به ورباندي قطع کړي. د ناټو د لوړپوړو ديپلوماتانو په حواله دغه موضوع به په بروکسل کي دناټو ددوه ورځنۍ غونډي محوري ټکي وي. -- کرزي ته بايد دای خبره تر لمر روښانه وي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغان امنيتي ځواک سره د ۴،۱ ميليارد ډالرو کلنۍ مرسته هم له منځه ځي. په دغه هيواد کي دبهرنيو ځواکونو په نه موجوديت کي دغه مرستي تر پوښتني لاندي راځي چي آيا نړيوال به بيا دغه مرستي ورکړي که نه؟ افغان حکومت په خپله د کاله يوازي دنزدې ۵۰۰ ميليونو ډالرو د برابرولو توان لري. په افغانستان کي دبهرنيو ځواکونو نه شتون به هغه ۴ ميليارده ملکي مرستي هم له ګواښ سره مخامخ کړي چي دتوکيو په نړيوال کنفرانس کي له افغان حکومت سره ژمني وسوې. مرسته کوونکي هيوادونه وايي چي «زموږ په نه موجوديت کي به شک ولرو چي دغه مرستي به پر سمه لار مصرف سي که نه.» - More, دویچه ویلی - at: http://www.dw.de/که-تړون-لاسليک-نه-سي-ناټو-هم-مرستي-بندوي/a-17267568

0 Comments:

Post a Comment

<< Home