Sunday, December 29, 2013

د امریکا استخباراتي راپور د افغانستان د حالاتو د خرابېدو اټکل کوي --- د امریکا استخباراتو په یوه تازه راپور کې اټکل کړی چې د افغانستان د جګړې په وروستیو درو کلونو کې د امریکا او د هغې د متحدانو له لوري حاصل شوې بریاوې به تر ۲۰۱۷ کال پوري په پراخه پیمانه له لاسه ووځي. -- د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د استخباراتو په راپور کې، چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په لاس ورغلی دی، دا هم ویل شوي چې حتي که لږ شمېر امریکايي پوځیان پاتې هم شي د افغانستان په جګړه کې د وروستیو درو کلونو سوبې له لاسه وتلی شي. -- د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې په راپور کې همداراز اټکل شوی چې که افغانستان او امریکا په خپل منځ کې دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک نه کړي افغانستان به ډېر ژر په ګډوډیو سر شي. -- واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغو چارواکو په قول، چې دا پټ راپور یې لوستی، ویلي چې په راپور کې د امریکا د ۱۶ استخباراتي ادارو معلومات رایوځای شوي دي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home