Thursday, November 14, 2013

پښتانه يهوديان نه دي!!! --- په اوولسمې ميلادي پيړۍ کې د هند د مغلو يو لودي سردار خان جهان په امر ليکل شوي تاريخ په لومړي ځل د پښتنو د يهودي کيدو خبره واچوله. په دې موضوع پسې نور ډېر خرافات او معلومات هم ورزيات کړل شوو، ورو- ورو پخپله پښتنو هم په دې باور وکړ چې دوی د ” بني اسرايل” يو له هغه لسو ورکو قبيلو څخه دي چې د خپلې خاورې نه يې کډه کړې وه. -- اوس يوې ساينسي څېړنې دا خبره ثابته کړه چې د پښتنو او يهودانو ترمنځ هيڅ نسلي رشته نشته. د دې لپاره لومړی د پښتنو او د يهودانو د ډي – اېن – اې – څيړنه د بريطانيې پروفيسر( تیودور پرفیټ) په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کې وکړه. -- په ۲۰۱۰ م کې د هندوستان د ممبیئ د ایمیونو هیماټولوجي د ملي انسټیټوت د ارثي علومو ماهري شهنازعلي د اترپردیش ایالت په ملیح آباد کې چې پښتانه پکې اوسیږی، د اپريدو د وینو سامپلونه واخیستل. اپريدي د خپل ټبر نه بهر واده نه کوي او ځکه د دوی د وينې سامپل مناسب وگڼل شو او دا يې په حیفا کی د اسراییلو د ټيکنالوجی په انسټیټوټ کې د ساینس پوهانو په مرسته د يهودانو د سامپلونو سره پرتله کړل، د دې دواړو نتيجې منفي وې. -- د لکهنئو پوهنتون یو استاد نورس اپریدی هم دا ډول څیړنې وکړې خو هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړې. -- وروستۍ ساينسي څيړنې د امریکا د حکومت د وراثتی شورا د ادارې لخوا په ۲۰۱۲ م کې وشوې، دوي د افغانستان او پاکستان د څو سوو پښتنو د وینو نمونې واخیستې او هغه یې په ډېرو پرمخ تلليو ليبارټرو (لابراتوارونو) کې معاينه کړل. -- د ۲۰۱۲ د مارچ پر ۲۸ دې ادارې اعلان وکړو چی اوسني افغانان ( پښتانه) د پينځو زرو کالو راهیسی پخپلې سيمې کې اوسیږی او د بلې سيمې څخه نه دي راغلي. - zhman.net

0 Comments:

Post a Comment

<< Home