Friday, November 15, 2013

په افغانستان کې ۱۵۰ ورځې رخصتي --- افغانستان چې په نړۍ کې له وروسته پاتې هيوادونو څخه يو دی، دکال په ۳۶۰ ورځو کې ۱۵۰ ورځې يي رخصت وي. يادې ورځې او رخصتۍ په خپل وار سره د بيلابيلو ورځو په مناسبتونو جوړې شوي دي. په ټول هيواد کې دا رخصتۍ هغه څه دي چې ډيری يی انديښمن کړي دي. يو شمېر شنونکو او ځوانانو له افغان ځواک سره په خبرو کې وویل چې په دې ډول هيواد کې داسې رخصتۍ د انديښنې وړ خبره ده. -- په هيواد کې رخصتۍ: هره اونۍ دوه او په ځينو دفترونو کې درې ورځې چې په خپل وار سره په مياشت کې اتو تر دولسو ورځو پورې رسيږي. دا رخصتۍ چې په عادي ډول روانې دي په کال کې نيږدې ۱۲۰ ورځې جوړوي. داخترونو په مناسبت په کال کې دوه ځلې رخصتي چې په هر اختر کې درې ورځې رخصتي وي او که چيرې دچهارشنبې په ورځ اختر شي نو څلورو ورځو ته غځيږي چې اته ورځې کيږي. همداسې دآزادۍ ورځ، دمجاهدينو ورځ، دروسانو دراتګ او وتلو ورځ هم په خپل وار سره په هيواد کې رخصت وي چې دا هم درې ورځې کيږي. همداسې ځينې نوې جوړې شوې موسمي رخصتۍ لکه د سولې شهيد، ملي قهرمان او دې ته ورته ځينې نورې ورځې هم په تيرو لسو کلونو کې رامنځ ته شوي دي چې دا هم نيږدې ورځې رخصت وي. دښونکي ورځ، د مور ورځ، دبې کارۍ ورځ، دشهيدانو ورځ او دې ته ورته ډيرې ورځې دي چې په افغانستان کې په ګرمه رخصتۍ کې يي لمانځنه کيږي. -- په تيرو دولسو کلونو کې په هيواد کې دګڼو هيوادونو پراخې لاسوهنې ته په کتو سره اوس اوس دعاشورا يا دپيغمبر صلی الله عليه وسلم دلمسي امام حسين ورځ هم رخصت شوې چې سږکال ياده رخصتي نيږدې درې ورځو ته رسيږي، همداسې تل په هيواد کې دټاکنو، مشورتي لويي جرګې، لويي جرګې، او په ډيرو نورو نومونو هم رخصتۍ شته دي. په هيواد کې په ښونيز نظام کې هم دکال په منځ کې شل ورځې رخصتي راځي، او شل ورځې دکال په سر او شل ورځې هم دکال په منځ يانې پنځلسو ورځنيو رخصتيو کې زده کونکي او ښونکي نه په ځای کيږي. که چيرې دهيواد ټولې رخصتۍ را ټولې شي او پوره حساب يي وشي ډيرې دحيرانتيا وړ دي. يو کال کې ۳۶۶ ورځې دی په افغانستان کې يي ۱۵۰ ورځې په مستقيم ډول او تر پنځوس ډيرې ورځې هم پکې په نامستقيم ډول سره رخصت وي. - More, افغان ځواک

0 Comments:

Post a Comment

<< Home